د ایران چارواکي او د روسیې ستر مفتي خبرې وکړې
(last modified Sat, 04 Jun 2022 23:06:33 GMT )
Jun 05, 2022 03:36 Asia/Kabul
  • د ایران چارواکي او د روسیې ستر مفتي خبرې وکړې

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود لوړرتبه سلاکار او د روسیې د مسلمانانو د دیني ادارې مشر او ستر مفتي د دلچسپۍ وړ مسائیلو په هکله خبرې وکړې.

د ایران د اسلامي انقلاب د سترلارښود لوړرتبه سلاکار غلامعلي حداد عادل د روسیې له مذهبي، کلتوري، او علمي چارواکو سره د خپلو کتنو په دوام کښې پرون د روسیې د مسلمانانو له ستر مفتي شیخ راویل عین الدین سره په کتنه کښې د حضرت امام خمیني رحمت الله علیه د رحلت د کلیزې په مناسبت د روسیې د مسلمانانو د ستر مفتي د تسلیت د ویلو قدرونه وکړه.

غلامعلي حداد عادل د پخواني شوروي اخري مشر ګورباچوف ته د ایران د اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني رحمت الله علیه تاریخي لیک ته په اشارې سره وویل په روسیې کښې د بدلونونو تاریخي لاره تراوسه د امام خمیني رحمت الله علیه په اټکل سره  غږملتیا لري او څومره چې وخت تیریږي د امت د راحل امام د ژوند ستر حقایق او روڼ اندۍ نوره هم ثابیتیږي.

د روسیې ستر مفتي شیخ راویل عین الدین هم وویل د پخواني شوروي اتحاد اخري مشر ګورباچوف ته د امام خمیني رحمت الله علیه تاریخي لیک ته په اشارې سره وویل که چیرې د پخواني شوروي حکومت د سوشلیسټي پخواني شوروي اتحاد په دړې وړې کیدا کښې د امام خمیني رحمت الله علیه اټکل په جدي ډول اخیستلی نو دغه اتحاد دړې وړې نه کیده .

 

ټیګونه