د ایران د بهرنیو چارو وزیر:
د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ ته دوام ورکوو
د ایران خارجه وزیر وویل: اسلامي جمهوریت د فلسطین د ولس له مقاومت څخه ملاتړ ته دوام ورکوي.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د یو شمیر فلسطیني او لبناني شخصیتونو سره په تهران کې په لیدنه کې د دې په بیانولو چي د امام خمینی ره په مفکوره کې د فلسطین او د قدس شریف مساله ځانګړې او اسټراتیجیک ځای لرل وویل: د امام خمینی ره له نظره فلسطین د اسلامي نړۍ لپاره لومړیتوب لری.
د ایران خارجه وزیر تاکید وکړ: د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت الله خامنه ای هم د اسلامي جمهوریت د بنسټګر امام خمینی ره د مفکورې په دوام ورکولو سره، د فلسطین مسالې ته ځانګړې نظر کوي او د صهیونیستانو له منګولو څخه د ټوله فلسطین د ازادولو په ضرورت باورمن دی.
عبداللهیان د فلسطین له مقاومت څخه د ایران هر اړخیزه ملاتړ ته په اشارې سره، زیاته کړه: د ایران اسلامي جمهوریت د ټولو فشارونو سره سره، له خپل دریځ څخه نه تر شا کیږي.
هغه اسرائیل سره د ځینو اسلامي هیوادونو جوړجاړی د فلسطین له آرمان سره، خیانت وباله او ویې ویل چي دغه هیوادونه له خپلو کړنو څخه به سخت پښېمانه شي.