امریکا هیڅکله له ایران سره روغه نه کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دې خبرې سره چې امریکا هیڅکله له ایران سره روغه نه کوي ټيڼګار وکړ:د اسلامي انقلاب د اهدافو په هکله له هیڅ هیواد سره معامله نه کوو.
هغه پرون سهار د مهدوي د فعالانو په دریمې نړیوالې غونډې کښې چې په تهران کښې وشوه په دې خبرې سره چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د انقلاب د دوهم ګام په بیانیې کښې دغه انقلاب په علم کښې د یوې نوي لارې پیلوونکی بللی دی وویل دغه انقلاب د دنیا په هیڅ ځاې کښې د امام خمیني رحمت الله علیه له نوم پرته نه پيژندل کیږي او دا د ایران د اسلامي انقلاب و چې نن سبا د اسلام د بیا ژوندي کیدا او د مسلمانانو د افتخار او د عزت سبب شو.
د ایران د پارلمان مشر قالیباف ویل د سپيڅلي دفاع په وخت کښې صهیونیسټ رژیم دغه هیله لرله چې زمونږ په سرحدونو کښې له مونږ سره مقابله وکړي او نن وینو چې اسلامي امت د جولان په لوړو کښې له اسرائیلو رژیم سره مبارزه کوي او دا د مهدویت کلتور دی چې توانیدلی دی د امریکا د سلطې په مقابل کښې چې په لویدیځې اسیا سیمې کښې یې په زرګونو میلیارډه ډالره لګولي دي مقابله وکړي او د امریکا سلطه له چیلنج سره مخ کړي.