ایران د آژانس په واکمنې شورا کښې خپل اصولي دریځونه تشریح کړل
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست د ایران اصولي دریځونه مطرح کړل
په ویانا کښې په نړیوالو سازمانونو کښې د ایران د دائمي نمایندګۍ سرپرست په ایران کښې د ایټمي موافقې په اجرا باندې د څارنې او رښتیا آزماینې په موضوع سره د واکمنې شورا په غونډه کښې، د غړو حکومتونو استازو ته په خطاب کښې د ایران اصولي دریځونه مطرح کړل
محمد رضا غائبي له نړیوالې ایټمي موافقې څخه د امریکې غیرقانوني وتنې او ورته مهال په ایران باندې دوباره د یواړخیزو قهرجنو، غیرانساني او ظالمانه بندیزونو د دوباره لګیدو په وړاندې د نورو غړو هیوادونو د ژمنو په ماتولو باندې په نیوکې سره یزاته کړه: دغه بندیزونه نه یوازې په ټولې نړۍ کښې د کسانو او خپلواکو خصوصي شرکتونو په فعالیت باندې دباؤ اچوي بلکې د هغو هیوادونو او نړیوالو سازمانونو د بهرني سیاست په انتخابونو کښې هم چې د ایټمي موافقې او له ایران سره د تجارت ملاتړي دي هم منفي اغیزه کړې او ګدوډې رامینځته کوي.