د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په واک کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117040-د_ایټمي_انرجیو_نړیوال_آژانس_د_صهیونیستانو_په_واک_کې_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په اسارت کې دی، وویل: د خواښینی ځای دی چي یوه نړیواله اداره د یوه نامشروع رژیم له لوري کنټرولیږي او د هغه حیثیت یې زیانمن کړای شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 10, 2022 01:59 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په واک کې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس د صهیونیستانو په اسارت کې دی، وویل: د خواښینی ځای دی چي یوه نړیواله اداره د یوه نامشروع رژیم له لوري کنټرولیږي او د هغه حیثیت یې زیانمن کړای شوی دی.

د ایران په ضد د امریکې او د دریو اروپایي هیوادونو له لوري تیار شوی د پریکړه لیک د چهار شنبې په ورځ د روسیې او چین د مخالفت سره سره، د ایټمي انرجیو د واکمنې شورا په غونډه کې تصویب شو.

دغه پریکړه لیک د ایران له لوري په رېښتني همکاریو باندې د سترګو په پټولو سره، د سیاسي موخو په لړ کې د اسرائیل د رژیم د خوشحاله کېدو لپاره د ایټمي انرجیو د نړیوال آژانس په واکمنه شورا کې تصویب شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجیو د سازمان مشر نړیوال آژانس سره د ایران همکاریو ته په اشارې سره، په یوه ټلویزیوني خپرونه کې وویل:  ایران د برجام نړیواله موافقه ومنله او نړیوال آژانس د لا زیاتو پلټنو اجازه ورکړه تر څو د باور فضا رامینځ ته شي لیکن لوېدیځوالو په ایران باندې د چټي تورونو څخه لاس په سر نه شول.

هغه وویل په داسي حال کې چي امریکا او اروپایي هیوادونو برجام څخه وتلي وه ایران د خپل ښه نیت د ښودلو لپاره د دې موافقې په چوکاټ کې د ایران په ایټمي سایټونو کې لګول شوي کیمرې نه وي لیري کړي، خو اوس چي د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس په ایران بې ځایه او دروغ تورونه پوري کړي، دغه کېمرې به لیري شي.