د ایران خارجه وزیر په دمشق برید وغنده
فارس خبري اژانس وايي د ایران د باندنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د سوریې د بهرنیو چارو له وزیر فیصل مقداد سره په ټيلي فوني خبرو کښې په دمشق هوايي ډګر باندې د صهیونیسټ رژیم حمله وغندله او ویې ویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د سوریې د ملت او د حکومت په څنګ کښې ولاړ و او دی او هماغه راز به ولاړ وي.
د سوریې دافع هوا پرون سهار د دمشق په خوا کښې د صهیونیسټ رژيم له نوي پوځي تیري سره مقابله وکړه.
د سوریې یوې پوځي سرچینې وویل د صهیونیسټ رژیم پوځ له نیواکي جولان سیمې څخه په هوايي تیري کښې د دمشق په جنوب کښې په ځینو سیمو توغندي وویشتل.
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د سوریې د هوايي ډګرونو، بندرونو او نورو مهمو او حیاتي مرکزونو په شمول د سوریې په بیخ بنايي تاسیساتو باندې د اسرائیلو د تیریګر رژیم حملې نه یوازې د سوریې د ځمکنۍ بشپړتیا او واکمنۍ بلکې د ټولو نړیوالو قوانینو او انساني اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده.
هغه د هیوادونو ، نړیوالې ټولنې او د سیمه ییزو او د نړیوالو ټولنو د نه منلو وړ چپتیا خواشینونکي او د شرم سبب وبلله.
د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد هم وویل د اسرائیلو حملې په هیواد کښې د داعش او د جبهه النصره په شمول د پاتې ترهګرو ډلو د پیاوړي کولو په هدف سره ترسره کیږي چې البته دغه کار به نتیجه ورنکړي.