د حضرت امام رضا (ع) زوکړه دې پر تاسو مبارک وي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117080-د_حضرت_امام_رضا_(ع)_زوکړه_دې_پر_تاسو_مبارک_وي
زمونږ خبریال وايي نن د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون د میاشتې یولسمه او د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذیعقدې د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت ثامن الحج علي بن موسی الرضا علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 11, 2022 04:53 Asia/Kabul
  • د حضرت امام رضا (ع) زوکړه دې پر تاسو مبارک وي

زمونږ خبریال وايي نن د ۲۰۲۲ میلادي کال د جون د میاشتې یولسمه او د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د ذیعقدې د میاشتې یولسمه نیټه ده چې د نړۍ د شیعه مسلمانانو د اتم امام حضرت ثامن الحج علي بن موسی الرضا علیه السلام له نیکمرغه زوکړې سره سمون خوري.

حضرت امام رضا علیه السلام د یوسل اته څلویښتم هجري قمري کال د ذیقعدې د میاشتې په یولسمه نیټه په مدینې منورې کښې وزیږید او د خپل ګران پلار حضرت امام موسی کاظم علیه السلام له شهادت وروسته یې په شپږدیرش کلنۍ کښې د مسلمانانو امامت پرغاړه واخیست.

حضرت امام رضا علیه السلام ډیر عظمت او سترتوب درلود.

هر ځاې چې د هاشمیانو، علویانو او فاطمیانو د سترتوب خبره کیدله حضرت امام رضا علیه السلام د ټولو سپیڅلتیاو ، زړروتیاو او د سترتوب یوازنی وارث پیژندل کیده.

د ایران د راډیو او د ټیلي ويژن اداره صداو سیما د حضرت امام رضا علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت د نړۍ ټولو مسلمانانو په تیره بیا تاسو ګرانو اوریدونکو ته مبارکي وايي.