د ونزوئلا له ولسمشر څخه د رئیسی رسمي هرکلی
Jun 11, 2022 07:11 Asia/Kabul
د ونزوئلا ولسمشر تهران ته را ورسېدل او د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسی له رسمي هرکلی سره مخ شو.
د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو ترکیې ته د خپل دوه ورځني سفر وروسته د یوه جګپوري پلاوی په مشری نن تهران ته راغی.
د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو هیسپان ټي وي سره په مرکه کې وویل چي د ایران د ولسمشر سره به د دواړو هیوادونو تر مینځ د ۲۰ کلنو استراتیجیکو اړیکو او ملګرتیاو په هکله خبرې اترې وکړي.
ایران ته د مادورو سفر د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په رسمي بلنه تر سره کیږي، او د ونزوئلا ولسمشر به د دوو ورځو لپاره په تهران کې پاتي شي.
ټیګونه