د ایران سفارت د پاکستان د علماو غونډه ترسره کړه
ایرنا خبري اژانس وايي په پاکستان کښې د ایران سفیر سید محمد علي حسیني د دغه هیواد له سیاسي شخصیتونو او د اسلامي مذهبونو له علماو سره کتنې او خبرې وکړې.
د پاکستان د ملي پیوستون د شورا د مسوولانو چې د اهل سنتو او د اهل تشیع د نامتو مشرانو په ګډون سره د هیواد له دیرشو سیاسي او مذهبي ډلو او سیاسي ګوندونو څخه جوړ ائتلاف ګڼل کیږي په پاکستان کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر سید محمد علي حسیني په کوربه توب په اسلام اباد ښار کښې د ایران په سفارت کښې غونډه وکړه.
د ایران سفیر حسیني د اسلامي دنیا په هکله د پاکستان او د ایران سیاسي دریځونو او غږملتیا ته په اشارې سره وویل ایران په ټولو اړخونو کښې له پاکستان سره د ولسي پیوند او اړیکو د پیاوړي کولو په څنګ کښې د تهران او د اسلام اباد د اړیکو د پیاوړي کولو ملاتړ کوي.
هغه په دې خبرې سره چې فلسطین د اسلام اولنی موضوع ده او مسلمانان باید دغه مسله لومړیتوب وګڼي وویل استکبار او په سیمه کښې د هغه لاسپوڅي حکومتونه په لویدیځې اسیا سیمې او فارس خلیج سیمه کښې د نورو لومړیتوبونو د رامینځته کولو هڅه کوي په داسې حال کښې چې د فلسطین مسله په پریکنده توګه د اسلامي دنیا لومړۍ او حتمي مسله ده.
حسیني ټینګار وکړ ایران له اسلامي هیوادونو سره د ملګرتیا او د ارتباط لپاره هیڅ محدودیت نلري او باوري یوو باید په داسې لور حرکت وکړو چې په سیمه کښې د پردیو ځواکونو شتون ته اړتیا ونلرو.
د پاکستان د جماعت اسلامي مشر او د پاکستان د ملي پیوستون د شورا مشر لیاقت بلوچ هم په دغه غونډې کښې اسرائیل یو جعلي او ناجایز رژیم او د فلسطین د ملت قاتل وباله او ټینګار یې وکړ په پاکستان کښې له دغه جعلي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو یا ساز باز کولو اجازه نشته.
لیاقت بلوچ ایران او پاکستان د دنیا د مسلمانانو او د فلسطین د عزت د دفاع کولو رسا غږ په تیره بیا د د مسلمانانو د سپکاوي او د توهین او له اسلام سره د مبارزې کولو پرضد قوي غږ وباله او ویې ویل مونږ د پاکستان ، د فلسطین ، د اسلامي وحدت او د کشمیر په هکله د ایران د اسلامي انقلاب د ستر لارښود حضرت ایت الله خامنه اي د ډاډ بښونکو او د پیاوړو دریځونو قدرونه کوو.