فنلنډ په ایران کې مېشت ۱۱۰۰ افغان کډوال مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117326-فنلنډ_په_ایران_کې_مېشت_۱۱۰۰_افغان_کډوال_مني
په ایران کې د فنلاڼد سفیر د افغان کډوالو څخه د ایران د ۴۳ کلن کوربه توب په قدرونې سره، په ایران کې د ۱۱۰۰ میشت افغان کډوالو د منل کېدو خبر ورکړ.
(last modified 2026-07-27T11:20:16+00:00 )
Jun 16, 2022 09:45 Asia/Kabul
  •  فنلنډ په ایران کې مېشت ۱۱۰۰ افغان کډوال مني

په ایران کې د فنلاڼد سفیر د افغان کډوالو څخه د ایران د ۴۳ کلن کوربه توب په قدرونې سره، په ایران کې د ۱۱۰۰ میشت افغان کډوالو د منل کېدو خبر ورکړ.

په افغانستان کې د فارس د خبریال له راپور سره سم، په تهران کې د فنلنډ سفیر کاری کاهیلوتو د ایران د خراسان رضوي ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د توربت جام په مهمانشر کې له افغان کډوالو څخه لیدنه وکړه او ویې ویل: رضوي خراسان ته راغلی یم چي ایران ته د تازه افغان کډوالو حالات وڅېړم او ۶۰۰ افغان کډوال فنلانډ ته ولېږدوم.

کاری کاهیلوتو د فنلنډ له خوا د کډوالو د منلو په اړه هم وویل: په دې پلان کې هغه ۱۱۰۰ کډوال شامل دي چې تیر کال د افغان حکومت له نسکوریدو راهیسې ایران ته داخل شوي دي.

هغه يادونه وکړه، چې د ايران له سخت مسووليت سره مخ ده، چې په تېرو ٤٣ کلونو کې د ميليونونو افغان کډوالو کوربه توب کوي. خو د فنلنډ لپاره دا د ایران د کړنو یو ډول ستاینه ده.

 په دې سفر کې علي قاسمي؛ د ایران د خراسان رضوي ولایت د بهرنیانو او مهاجرینو عمومي رئیس هم د فنلنډ له سفیر سره وکتل. هغه وویل: د تربت جام ښار د ایران د اسلامی جمهوریت او نړیوالې ټولنې ترمینځ د همغږۍ او همکارۍ سمبول دی.

تربت جام کې د مهمانشهر د بهرنیو مهاجرینو کمپ په ۱۳۷۳ کال کې تاسیس شو او اوس مهال په کې د شاوخوا پنځه زره افغان کډوالو د اوسیدو ځای لری.