ایران د زور خبره نه مني
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117380-ایران_د_زور_خبره_نه_مني
د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو د اوچتولو مذاکرات په عزت سره تعقیبوي او د زور خبرې ته غاړه نه ږدي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 18, 2022 00:39 Asia/Kabul
  • ایران د زور خبره نه مني

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وویل چې د ایران اسلامي جمهوریت د بندیزونو د اوچتولو مذاکرات په عزت سره تعقیبوي او د زور خبرې ته غاړه نه ږدي

د ایرنا د خبر له مخې حجت‌الاسلام والمسلمین «محمدجواد حاج علی اکبری» د حکومت د فعالې سیمه ایزې ډیپلماسۍ په قدرونې سره وویل: حکومت هم په خپلو ژمنو او هم د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په سپارښتنو عمل وکړ.

هغه د بندیزونو د ختمیدو په سر د خبرواترو په هکله وویل: د زیاته غواړو په وړاندې هم دا عزتمندانه او حکیمانه دریځ باید تعقیب کړی شي چې هم عادلانه مذاکره کوو او هم هیڅ کله د زور خبره او بدماشي نه منو.

حاج علي اکبري د وبا په کنټرولولو کښې د روغتیا د مدافعانو په قدرونې او په دې خبرې سره چې امریکا په کرونا د ککړیدو او له امله یې د مړو له نظره په دنیا کښې په اول نمبر ده، څرګنده کړه: ځیني ستر او پياوړي اروپايي هیوادونه هم په کرونا د خلکو د ککړو او مړینې له نظره په اولو رتبو کښې دي او دا خبره بیخي نه خوښوي چې د کورونا په مدیریت کښې د ایران کامیابي مطرح شي.

د تهران د جمعې د لمانځه خطیب وول: د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د روتیا د بیخ بیناؤ شتون د هیواد یو ویاړ دی چې د اسلامي انقلاب په برکت تر لرو پرتو کلیو پورې د سلامتیا له شبکې برخمن دی.