صیهونیسټ رژیم په ټوله سیمه کې د ترور او ورانکارۍ عامل دې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117432-صیهونیسټ_رژیم_په_ټوله_سیمه_کې_د_ترور_او_ورانکارۍ_عامل_دې
حسین امیر عبداللهیان له شیخ عبدا... بن زاید سره په خبرو کې د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو مساییلو په اړه د نظر تبادله وکړه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2022 01:28 Asia/Kabul
  • صیهونیسټ رژیم په ټوله سیمه کې د ترور او ورانکارۍ عامل دې

حسین امیر عبداللهیان له شیخ عبدا... بن زاید سره په خبرو کې د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو مساییلو په اړه د نظر تبادله وکړه .

 

د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم  د ایران خارجه وزیر له خپل اماراتی همڅنګ سره په خبرو کې په سیمه کې د قدس د نیواکګر رژیم شتون  په ټوله سیمه کې دبی ثباتۍ ، ناامنۍ سبب اود ترور او ورانکارۍ عامل وباله .

حسین امیر عبداللهیان له شیخ عبدا... بن زاید سره په  خبرو کې د دوه اړخیزو ، سیمه ایزو اونړیوالو مساییلو په اړه د نظر تبادله وکړه .

هغه د اسلامی ایران په بهرنی سیاست کې د ګاونډیانو لومړیتوب ته په اشارې سره د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ د دوه اړخیزه سلاو مشورواو د کتنو په زیاتولو ټینګار او هغه یې د دواړو هیوادونو ترمینځ د اړیکود پراختیا زمینه جوړونکی وباله .

شیخ عبدا... بن زاید ال نهیان هم په دغو ټیلی فونی خبرو کې د خپل مینځیو اړیکو په پراختیا کې د دواړو هیوادونو ګډو ګټو ته په اشارې سره د ایراني او اماراتي چارواکو له منظمو سلاومشورو هرکلی وکړ .