ایران او قزاقستان د ملګرتیا سندونه لاسلیک کړل
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117464-ایران_او_قزاقستان_د_ملګرتیا_سندونه_لاسلیک_کړل
زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکایف په شتون سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا نهه سندونه او د تفاهم یادښت لاسلیک شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2022 10:38 Asia/Kabul
  • ایران او قزاقستان د ملګرتیا سندونه لاسلیک کړل

زمونږ خبریال وايي د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د قزاقستان د ولسمشر قاسم ژومارت توکایف په شتون سره د دواړو هیوادونو ترمینځ د ملګرتیا نهه سندونه او د تفاهم یادښت لاسلیک شول.

د ایران او د قزاقستان د ملګرتیا د سندونو د لاسلیک کولو د مراسمو په پیل کښې ولسمشرانو ابراهیم رئیسي او توکایف ګډه بیانیه هم لاسلیک کړه.

ټاکل شوي ده چې د ملګرتیا د سندونو او د تفاهم لیکونو له لاسلیک کیدا وروسته د ایران او د قزاقستان ولسمشران خبري کانفرنس ته هم وینا وکړي.

د ملګرتیا د سندونو له لاسلیک کیدا مخکې د ایران او د قزاقستان ولسمشرانو دوه اړخیزه غونډه وکړه او د دلچسپۍ وړ موضوعګانو او د سیمې د مسائیلو په هکله یې خبرې او د نظر تبادله وکړه.

ایران ته د قزاقستان له ولسمشر سره په سفر کښې کابو څلویښت تاجران او سوداګران هم ملګرتیا کوي.