د ایران په ضد دملګروملتو راپورسیاسی او بې انصافه دی
(last modified Wed, 22 Jun 2022 01:06:02 GMT )
Jun 22, 2022 05:36 Asia/Kabul
  • د ایران په ضد دملګروملتو راپورسیاسی او بې انصافه دی

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوي د ایران د بشری حقوقو د وضعیّت په باب  دملګروملتو د عمومي اسمبلۍ وروستی پریکړه لیک ، پر سیاسی انګیزو مشتمل ، غرضي او غیر منصفانه  وبالۀ . 

 د ملګروملتو سرمنشي آنتونیو ګوتریش  په ایران کې د بشری حقوقو د وضعیّت په باب پر ادعاګانو په تکیې سره  په یوه راپور کې ، په دغو موردونو کې د بشری حقوقو  دخلاف ورزۍ په ادعا او د مختلفو مسئلو په مطرح کولو سره ،  په ایران کې د بشری حقوقو د  قوانینو پر اجرا نیوکې کړي دي . هغه همداراز د ایران له اسلامی جمهوریته غوښتي ،څو  ددغې موسیسې د بشری حقوقو له ځانګړو راپورټرو سره دې ملګرتیا وکړي .

 سعید خطیب زاده  پرون  په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې  ووئيل ، هماغه ډول چې   په کرتو ټينګار شوی دی ،  دغه شان پریکړه لیکونه پر ساسی  انګیزو مشتمل ، غرضي  اوبې انصافه دي  او د بشری حقوقو د هغې لوړتیا پر اساس  چې د بشری حقوقو  د نړیوالو اورګانونو غوره دندې دي ،نه دی برابر شوي ، ددې په ترڅ کې چې  د غړو هیوادونو  له اجماع هم برخمن نه دي .

 هغه زیاته کړې ، اسلامی ایران  د ملګروملتو د سرمنشي د  راپور د ادعاګانو او د هرې یوې مادې په باب خپل مستدل  او اړونده نظرات اواستدلالونه   دهغه دفتر ته لیږلي  چې له بده مرغه  ورته څه خاص پام نه دی شوی .

 خطیب زاده ټينګار کړی ، له بده مرغه هغه راپور چې  د  ملګروملتو دسرمنشي په نامې سره خپور شوی ،  په ناسمو  ادعاګانو او بې باؤره  سرچینو مشتمل  دی او په دې دلیل د ترهه ګرو ، فرقه پالو  او غړیدلو ډلو ټپلو د تورونو او ادعاګانو د مادو په اساس تنظیم شوی  او  دغه راپور ته دایران داسلامی جمهوریت روا  ځواب به د بشری حقوقو په شورا کې درستو غړو هیوادونو ته  ورکړل شي .