د اسلامی نظام اساسي موخه د ملی ګټو او امنیت ساتل دي
د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو یومهم رسالت د اسلامی جمهوری مقدس نظام او اسلامی انقلاب ساتل دي ،چې د هغو لومړنۍ او تر ټولو مهم ماموریّت د ولس و ټولنې ، ټاټوبي او دنظام دمرکزیّت حفاظت او خوندي ساتل دي او ثارا... غونډ باید په تهران ولایت کې تل پاتې ولسی امنیت ټينګ کړي .
د ایران د درستو قواؤ دلوي قوماندان سلاکار ، سردار یحیی رحیم صفوي د اسلامی انقلاب دمعظم لارښود او د درستو قواؤ د کمانډر انچیف حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي له خوا د تهران د ثارا... غونډ د تاسیس د فرمان دصادریدا دیو دیرشمې کلیزې په درنښت او ددغه غونډ د شهیدانو د کورنیو د ستاینې په دستورو کې ووئیل ، دهر یوه نظام نه بدلیدونکی او اساسی هدف ، د د هغو ارزښتونو ،ملی ګټو او امنیت ساتل دي چې د دښمنانو له کینه کښو اقداماتو او دسیسو سره مخامخ دي .
د ثار ا... غونډ په تهران کې د اسلامی انقلاب د سپاه پاسدارانو یو هغه غونډ او مرکز دی ، چې دنده ئې د پلازمینې او دتهران ولایت دنورو ولسوالیو دامنیت مدیریّت کول دي
سردار یحیی صفوي د تهران ثارا.. غونډ د سپاه یو ترټولو مهم غونډ وباله او وې وئيل ،د اسلامی انقلاب دسپاه پاسدارانو یومهم رسالت د اسلامی جمهوری مقدس نظام او اسلامی انقلاب ساتل دي ،چې د هغو لومړنۍ او تر ټولو مهم ماموریّت د ولس و ټولنې ، ټاټوبي او دنظام دمرکزیّت حفاظت او خوندي ساتل دي او ثارا... غونډ باید په تهران ولایت کې تل پاتې ولسی امنیت ټينګ کړي .