افغانستان دي د هیرمند د اوبو مساله حل کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117698-افغانستان_دي_د_هیرمند_د_اوبو_مساله_حل_کړي
د ایران خارجه وزیر تېره شپه د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره په خبرو کې د هیرمند په سیند کې د ایران د اوبو حق ته د افغانستان د حکومت د جدی پاملرنې غوښتونکي شو.
(last modified 2026-07-27T11:20:16+00:00 )
Jun 25, 2022 02:57 Asia/Kabul
  • افغانستان دي د هیرمند د اوبو مساله حل کړي

د ایران خارجه وزیر تېره شپه د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت له سرپرست سره په خبرو کې د هیرمند په سیند کې د ایران د اوبو حق ته د افغانستان د حکومت د جدی پاملرنې غوښتونکي شو.

د فارس د خبري آژانس له راپور سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر حسین عبداللهیان د طالبانو د حکومت د خارجه وزارت له سرپرست امیر خان متقی سره په خبرو کې د خوست او پکتیکا په ولایتونو کې د زلزلې ځپلو کورنیو سره، د ایران د حکومت او د ولس د خواخوږی په شریکولو سره، تاکید وکړ: په افغانستان کې د واکمن حکومت مشرتابه دي د دواړو هیوادونو تر مینځ د تر سره شوې موافقې په چوکاټ کې په خپلو ژمنو باندې په عمل سره، د سرحدي اوبو په زمینه کې دي اړینه ملګرتیا وکړي او د دې مسالې په حل سره، دا موضوع د دواړو هیوادونو د ولسونو تر مینځ د ملګرتیا او دوستی په یو لامل بدل کړي.

هغه هیله وښوده چي د افغانستان او ایران په ملګرتیا سره، له ترهګریو سره د مبارزې، مخدره موادو قاچاق او سیسټماتیکو جرمونو سره د مقابلې بهیر پیاوړي شوي.

د افغانستان د خارجه وزارت سرپرست امیرخان متقی له زلزلې ځپلو کورنیو سره، د ایران له مرستو څخه د افغانستان د ولس د قدرونې په څرګندولو سره، وویل: په روانو حالاتو کې د زلزلې ځپلو کورنیو لپاره د استوګني برابرول ډېر زیات اهمیت لري.

د افغانستان په سختو حالاتو کې د ایران له پراخو مرستو څخه په ستاینې سره، له اسلامي جمهوریت سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا په ضرورت تاکید وکړ او افغانستان ته د ایران د کړهنیز او د مخدره موادو د مبارزې د پلاوو د سفر غوښتونکی شو.