اسلامی ایران د سیمې د مشکلاتو حل د سیمې له داخله  ګڼي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117784-اسلامی_ایران_د_سیمې_د_مشکلاتو_حل_د_سیمې_له_داخله_ګڼي
اسلامی ایران  د سیمې لپاره له خیر پرته بل څه نه غواړي  او د ایران اوعربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو دسفارتونو د پرانیستل  کیدا هرکلی کوو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2022 00:57 Asia/Kabul
  • اسلامی ایران د سیمې د مشکلاتو حل د سیمې له داخله  ګڼي

اسلامی ایران  د سیمې لپاره له خیر پرته بل څه نه غواړي  او د ایران اوعربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو دسفارتونو د پرانیستل  کیدا هرکلی کوو .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان  په تهران کې د عراق له لومړي وزیر مصطفی الکاظمي سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران دسیمې مشکلاتو حل لاره  د سیمې دننه   ګڼي ، په سیمه ایزو معادلاتو کې ئې د عراق د خبرواترو او رغنده رول  د عنصر د پیاوړي کولو لپاره  او د ایران  اوعربستان ترمینځ  دخبرواترو لپاره ددغه هیواد دهلوځلو  قدرونه وکړه .

تر دې دمه دعراق په بغداد کې د ایران او عربستان ترمینځ  دخبرواترو پنځه پړاؤنه ترسره شوي دي . دخبرواترو په پنځم پړاؤ کې  د دواړو  هیوادونو داړیکو  د بیرته پيلولو  په باب لا روښانه لرلید انځور شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ ،امیر عبداللهیان  په دغې کتنې کې  ووئيل ،  اسلامی ایران  د سیمې لپاره له خیر پرته بل څه نه غواړي  او د ایران اوعربستان په پلازمینو کې د دواړو هیوادونو دسفارتونو د پرانیستل  کیدا هرکلی کوو .

د ایران خارجه وزیر په دغې کتنې کې  د ایران او مصر مشترکاتو ته هم اشاره وکړه او د تهران او قاهرې  دخپل مینځیو مناسباتو پیاوړتیا ئې د سیمې او اسلامی نړۍ په ګټه وبلله .

دعراق لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې  د سیمې په بدلونونو  او له عراق سره په نزدیکت کې  د اسلامی ایران پر ځائيګي او رول  ټينګار وکړ او وې وئيل ،عراق  له اسلامی ایران سره  ددوو اړخیزو اړیکو د پراختیا لپاره  جدي دی او  په سیمې کې خپل ډ اډمن رول لوبولو او  د سیمه  ایزو  خبرواترو  او ملګرتیاؤ د پیاوړتیا لپارره  به خپلو  هلوځلو ته دوام ورکړي .