له نشه ایزو موادو سره د مبارزې لپاره نړیوال هوډ نشته
له نشه ایزو موادو سره دمبارزې لپاره د مختلفو هیوادونو په وسیله د شانګهائي دتړون له لاسلیک کیدا اوس یو سل دیارلس کلونه تیریږي ، چې دغه سپيره بلا د نورو شیانو په نسبت په انټرنیټ کې په لا آسانه توګه ترلاسه کیدلی شي او دودیز نشه ایز توکي په صنعتي بدل شوي دي او د پیسو د پاکولو په څير له نورو منظمو جرمونو سره ئې غوټه خوړلې ده .
د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر پرون له نشه ایزو موادو سره د مبارزې دنړیوالې ورځې په دستورو کې په ایران کې له نشه ایزو موادو سره دمبارزې په چارو کې د درې زره اته سوه شهیدانو او د د ولس زره جانبازانو د قربانۍ په ستایلو سره ، له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې د نورو هیوادونو په تیره بیا دملګروملتو په بې عملۍ سختې نیوکې وکړې او وې وئيل ، له نشه ایزو موادو سره دمبارزې لپاره د مختلفو هیوادونو په وسیله د شانګهائي دتړون له لاسلیک کیدا اوس یو سل دیارلس کلونه تیریږي ، چې دغه سپيره بلا د نورو شیانو په نسبت په انټرنیټ کې په لا آسانه توګه ترلاسه کیدلی شي او دودیز نشه ایز توکي په صنعتي بدل شوي دي او د پیسو د پاکولو په څير له نورو منظمو جرمونو سره ئې غوټه خوړلې ده .
د اسلامی ایران ولسمشر ددې خبرې په کولو سره چې له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې د یوه نړیوال هوډ په رامینځةکیدا کې جدي کمزورتیا موجوده ده ، په افغانستان کې ئې د امریکا او ناټو داقداماتو په بیانولو سره چې د ډول ډول نشه ایزو توکو دکښت د پراختیا سبب شوي دي ووئيل ، ولې نړیواله ټولنه په دې زمینې کې د امریکا او ناټو څخه په ځواب غوښتلو کې پر خپلو قانوني ، اخلاقي دندو اوبشری حقوقو عمل نه کوي؟ که په دغو کلونو کې نړیوالې ټولنې له نشه ایزو موادو سره دا یران داسلامی جمهوریت په شان عمل کړی وائ ، پخپلو اصلی دندوئې عمل کولئ،نو د نړۍ اوسنی وضعیّت به حتما داسې نه ؤ .
د ا یران داسلامی جمهوریت دکورنیو چارو وزیر احمد وحیدي هم له نشه ایزو موادو سره د نړیوالې ورځې د درنښت په دستورو کې ددې خبرې په کولو سره چې دایران اسلامی جمهوریت له نشه ایزو موادو سره په مبارزې کې یوازې دی ، ټيڼګار وکړ ،په ایران کې له نشه ایزو توکو سره مبارزه یوه جدي دنده ده .
هغه ووئيل هغه هیوادونه چې دلویدیځي استعمار په نښه وو ،د نشه ایزو موادو د مصرف د دودیدا دسیسې قرباني شوي دي .، دنشه ایزو موادو غمجنه کیسه داسې ده چې د نړۍ په سویه ئې چینلونه پراخ شوي او هیوادونه په دې باب پخپلو ا صولي ، قانوني ، اخلاقي او انساني دندنو عمل نه کوي .