د ایران اوپاکستان ځواکونو په پولو کې مناسب شرایط رامینځته کړی دي
هغه د دې خبرې په کولو سره چی په افغانستان کې د امریکا او ناټو د عسکرو دو لسیزو شتون د دغه هیواد لپاره له ویرانۍ او وژلې پرته بله ګټه نده درلودلی ، جوته کړه لازمه ده طالبان په افغانستان کې د پراخ بنسټه دولت په جوړولو سره چی ټول قومونه او ډلې پکې ګډون ولرلې شی ، په دغه هیواد کې د ارامښت او پراختیا سبب کیږی .
د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی وویل د ایران او پاکستان د وسله والو ځواکونو ښو اړیکو د دواړو هیوادونو په پولو کې مناسب امنیتی شرایط رامینځته کړی دي .
ښاغلی رییسی د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال ندیم رضا سره په کتنه کې د ایران په سرحدی کرښو کې د امنیتی شرایطو د لوړتیا لپاره د پاکستان د دولت او پوځ له ملګرتیا قدرونه وکړه .
هغه د دې خبرې په کولو سره چی په افغانستان کې د امریکا او ناټو د عسکرو دو لسیزو شتون د دغه هیواد لپاره له ویرانۍ او وژلې پرته بله ګټه نده درلودلی ، جوته کړه لازمه ده طالبان په افغانستان کې د پراخ بنسټه دولت په جوړولو سره چی ټول قومونه او ډلې پکې ګډون ولرلې شی ، په دغه هیواد کې د ارامښت او پراختیا سبب کیږی .
جنرال ندیم رضا هم په دغه کتنه کې د دې خبرې په کولو سره چی تل په دې باور یم چی ایران د پاکستان لپاره صمیمی ملګرې دې وویل ایران ته په تیره یوه میاشته کې د پاکستانی چارواکو ډیر سفرونه له اسلامی ایران سره د اړیکو پراختیا ته زمونږ د دلچسپۍ ګواه دي .