د ایران اسلامي جمهوریت د انسان د قاچاق د مخنیوي هڅې کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118304-د_ایران_اسلامي_جمهوریت_د_انسان_د_قاچاق_د_مخنیوي_هڅې_کوي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنۍ او د ښځو په چارو کښې د ولسمشرۍ د معاونت د نړیوالو چارو کارپيژاندي میرمن الهام عزیز نصیري ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت اقدامات تل د انسان د قاچاق د مخنیوي په لړ کښې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 10, 2022 23:13 Asia/Kabul
  • د ایران اسلامي جمهوریت د انسان د قاچاق د مخنیوي هڅې کوي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنۍ او د ښځو په چارو کښې د ولسمشرۍ د معاونت د نړیوالو چارو کارپيژاندي میرمن الهام عزیز نصیري ټینګار وکړ د ایران د اسلامي جمهوریت اقدامات تل د انسان د قاچاق د مخنیوي په لړ کښې دي.

هغې په اسیا او لویدیځې اسیا سیمې کښې د انسان له قاچاق سره په مقابلې کښې د ښځو د رول د پیاوړتیا په کانفرنس کښې وویل د ګاونډیو هیوادونو داخلي او نړیوال جنګونه او سیاسي  کړکیچونه امنه هیوادونو ته له نوموړیو هیوادونو د کډوالو د ورتلو سبب شوي دي او ایران د انسان د قاچاق د ټرانزیټ او د غیر قانوني کډوالو د ټرانزیټ په توګه مادي او معنوي لګښتونه زغملي دي.

په اسیا او لویدیځې اسیا سیمې کښې د انسان له قاچاق او د مهاجرینو له قاچاق سره د ښځو د رول د پیاوړتیا کانفرنس د مهاجرینو د قاچاق او د انسان د قاچاق پرضد د جرایمو او له نشه ییزو موادو سره د مقابلې د دفتر د نړیوال اقدام د برخې په زیار سره د اسټریا هیواد په پلازمینې ویانا کښې په اینټرنیټ باندې ترسره شو.