امیرعبداللهیان:
د ډیپلماسۍ کړکۍ د ایران د لوړو نوښتونو په برکت خلاصه ده
د ایران خارجه وزیر: د امریکې ولسمشر جو بایډن د تور پورې کولو او بایکاټونو له لارې نه شي کولې چې د دغه هیواد یواړخیزه لیدتوګې راوتپي
د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر پرون په یو ټویټ کښې په دې خبرې سره چې که د ډیپلماسۍ کړکۍ لا خلاصه ده نو وجه یې د ایران لوړ نوښتونه دي، څرګنده کړه: د امریکې ولسمشر جو بایډن د تور پورې کولو او بایکاټونو له لارې نه شي کولې چې د دغه هیواد یواړخیزه لیدتوګې راوتپي.
د ایران پریس خبري آژانس د رپورټ له مخې حسین امیر عبداللهیان پرون په ټویټر کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې ډیپلماسي یوطرفه (ون وی) سړک نه دی، زیاته کړه: فاینل موافقې ته رسیدل د امریکې له خوا نرمښت، نوښتونو او د حقیقتونو منلو ته ضرورت لري.
د ایران اسلامي جمهوریت د یو مسئولیت منونکي هیواد په توګه په کراتو ویلي دي چې دې خبرې ته په پام سره چې امریکا د برجام موافقې ماتونکی لوری و او دا واشنګټن دی چې باید د بندیزونو په اوچتولو سره موافقې ته ستون شي او ضروري ده چې د امریکې د ژمنو اجرا وآزمایله شي.