د  ایران له ملت سره  هیڅوک د زور خبره نشي کولی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118410-د_ایران_له_ملت_سره_هیڅوک_د_زور_خبره_نشي_کولی
امریکایانو وئيلي دي ، ایران باید نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي ، په داسې حال کې چې  اسلامی ایران هیڅکله هم له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلی نه دی  او دا امریکا ده چې  ددغه نړیوال تړون خلاف ورزي ئې کړې ده . 
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Jul 13, 2022 09:26 Asia/Kabul
  •    د  ایران له ملت سره  هیڅوک د زور خبره نشي کولی

امریکایانو وئيلي دي ، ایران باید نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي ، په داسې حال کې چې  اسلامی ایران هیڅکله هم له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلی نه دی  او دا امریکا ده چې  ددغه نړیوال تړون خلاف ورزي ئې کړې ده . 

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې اسلامی ا یران له خپلو منطقي  او په حقه دریځونو څخه هیڅکله هم شاتګ نه کوي ،  روښانه کړه ،  هیڅوک حق نه لري ، دایران له ملت سره د زور خبره وکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ ، دایران داسلامی جمهوریت  ولسمشر ابراهیم ریئسي  نن د حکومتي کابینې په غونډې کې د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې په باب د امریکایانو د وروستیو ادعاګانو په غبرګون کې  ووئيل  امریکایانو وئيلي دي ، ایران باید نړیوالې ایټمي موافقې ته بیرته وګرځي ، په داسې حال کې چې  اسلامی ایران هیڅکله هم له جامعې نړیوالې ایټمي موافقې وتلی نه دی  او دا امریکا ده چې  ددغه نړیوال تړون خلاف ورزي ئې کړې ده . 

 ابراهیم ریئسي  په دې باب د امریکا د خارجه وزارت ویندوي څرګندونو ته په اشارې سره چې  په ایران دباؤنه  هیڅکله هم کارنده  نه دی ، او سخته ماته  ئې خوړلې ده ، ، امریکایانو ته سپارښتنه وکړه ،  د ایران په ملت د زیاتره دباؤ   د ناکامې تجروبې د تکرارولو په ځاي  دې  واقعیّتونو ته وګوري ،  او له تیر وخته دې درس واخلي .

 د اسلامی ایران  ولسمشر  ټينګار وکړ،ایران  له ۵+۱  ډلې او بیا له ۴+۱ ډلې سره  په خبرو اترو کې په بشپړ ډول عقلاني  عمل کړی دی او خپلې منطقي غوښتې ئې مطرح کړي دي.

ابراهیم ریئسي سیمې ته امریکائي  مسئولانو سفر  ته په اشارې سره ووئيل ،  که سیمې  هیوادونو ته د د امریکائي چارواکو تګ راتګ ،د صهیونیسټي رژيم  دموقعیّت دپیاوړتیا او له ځينو هیوادونو سره  ددغه تیریګر او جنایتکار رژيم د اړیکو  د عادي کولو لپاره  وي ،نو دو دوي  هڅې به هیڅکله هم د صهیونیسټانو لپاره  امنیت رامینځةکونکي نه وي .

 هغه امریکایانو ته په خطاب کې ووئيل ،  که غواړئ پوهه شئ چې  په سیمې کې د تاسو تګ راتګونه  او کړچار څه اغیزې لري ، نو په پرانیستو  سترګو سره  دې د سیمې   دملتون  ردیځونو ته  وګورئ  چې د دوي په زړونو کې   له صهیونیسټانو او ددغه رژيم له جنایتونو څومره  کرکه او نفرت زیات شوی دی .