تهران د آستانې دخبرو د ضامنو هیوادونو د اومې سرمشریزې کوربه کیږي
ټاکل شوې ده،د ایران، ترکیې او روسیې ولسمشرانپه دوشنبې ورځې په تهران کې سره غونډه جوړه کړي
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان او د ترکیې خارجه وزیر مولود چاووش اوغلو بیګا په ټيلیفوني خبرو کې د دواړو هیوادونو د سیاسی مناسباتو او کنسولی موضوعګانو او دغه راز تهران ته د ترکیې دولسمشر او د ر وسیې د ولسمشر د نزدې راتلونکی سفر په باب بحث او دنظر تبادله وکړه .
دواړو لورو ایران ته د ترکیې د ولسمشر او ورسره دلوړروتبه پلاوي کیدونکي سفر باندې د خوښۍ په څرګندولو سره،د دوواړخیزو دخوښې وړ موضوعګانو باندې هم مشورې او خبرې اترې وکړې .
ټاکل شوې ده ،د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ایران د اسلامی جمهوریت دولسمشر ابراهیم ریئسي په رسمي بلنې سره دیوه لوړروتبه سیاسی او اقتصادي پلاوي په مشرۍ په دوشنبې مازدیګر تهران ته په سفر راشي .
د اسلامی ایران له ولسمشر سره لیده کاته،د ایران او ترکیې د ملګرتیا د لوړې شورا اومې غونډې ترسره کیدا او خبری کنفرانس به ایران ته درجب طیب اردوغان د رسمی سفر پروګرامونه وي .
ټاکل شوې ده،د ایران ،روسیې او ترکیې ولسمشران د آستانې دخبرواترو د ضامن هیوادونو په اومې سرمشریزې کې چې په تهران کې ترسره کیږي ،هم ګډون اوځیني مهمې فیصلې وکړي .