ایران د امریکې له خوا جدي ضمانت غواړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118704-ایران_د_امریکې_له_خوا_جدي_ضمانت_غواړي
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د موافقې لاره هواره ده، وویل: په دې لړ کښې فیصله اوس د امریکې د حکومت په غاړه ده
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 08:19 Asia/Kabul
  • ایران د امریکې له خوا جدي ضمانت غواړي

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوځل بیا په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د موافقې لاره هواره ده، وویل: په دې لړ کښې فیصله اوس د امریکې د حکومت په غاړه ده

د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په نننۍ خبري غونډې کښې د ایران پریس د خبریال د پوښتنې په ځواب کښې وویل: د دوحې د مذاکراتو په هکله د امریکايي لوري د ادعا په اپوټه مو ښې خبرې اترې درلودلې او د مذاکراتو د جاري ساتلو لاره خلاصه ده.

هغه د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست له مسئول جوزف بورل سره د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان تیرو ټیلیفوني خبرو ته په اشارې سره زیاته کړه چې بورل د مذاکراتو دوام او د راتلونکي پړاؤ ترسره کول یې تعقیبوي.

ښاغلي کنعاني څرګنده کړه چې د موافقې لپاره زمینه برابره ده خو د امریکې حکومت نه غواړي چې موافقې ته د ستنیدو لګښتونه ورکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاندوي وویل: که امریکا دې موضوع ته د صهیونیسټي رژیم په سترګه نه بلکې د ملي ګټو له نظره وګوري نو موافقه کیدې شي او ایران تل د امریکې له خوا د جدي تضمین غوښتونکی دی.

هغه په پاې کښې یوځل بیا د امریکایانو له خوا د آزماینې وړ ضمانت او د ایران د اسلامي جمهوریت د بشپړې اقتصادي ګټه پورته کونې په ضرورت باندې ټینګار وکړ.