د اټومي خبرو چوکاټ کښې له لویدیځ څخه تضمین واخیستل شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118918-د_اټومي_خبرو_چوکاټ_کښې_له_لویدیځ_څخه_تضمین_واخیستل_شي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا په بڼه کښې د امریکا له حکومت څخه د کافي تضمینونو د ترلاسه کولو پرضرورت ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 25, 2022 10:57 Asia/Kabul
  • د اټومي خبرو چوکاټ کښې له لویدیځ څخه تضمین واخیستل شي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون غړي ابوالفضل عمويي اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا په بڼه کښې د امریکا له حکومت څخه د کافي تضمینونو د ترلاسه کولو پرضرورت ټینګار وکړ.

د ایران د پارلمان د ملي امنیت او د بهرني سیاست د کمیسیون ویاند ابوالفضل عمويي د دغه کمیسیون د غونډې په تشریحولو سره وویل په دغه غونډې کښې  د اټومي خبرو اترو په بهیر غور وشو او اشاره وشوه چې له څلور جمع یوې ډلې غړیو سره د ایران د اسلامي جمهوریت ارتباط د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د غږملوونکي له لارې دوام لري.

عمويي وویل د ایران د اسلامي شورا د  ملي امنیت او د بهرني سیاس د کمیسیون غړیو په دغه غونډې کښې اټومي تړون ته د بیرته ستنیدا په بڼه کښې د امریکا له حکومت څخه د کافي تضمینونو په ترلاسه کولو او دغه راز د ایران پرضد د لویدیځو هیوادونو د بایکاټونو د ختمولو د حقیقت د معلومیدا په اهمیت ټینګار وکړ.