د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي
زمونږ خبریال وايي د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدي د هغه دوښمانه فضا په بیانولو سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت دوښمانانو طراحي کړي ده وویل د ایران خلک د دوښمن د ترکیبي جنګ مغلوب نه کیږي.
هغه په دې خبرې سره چې استعماري نړۍ د ایران د خلکو پرضد هراړخیزه جنګ پیل کړی وویل دغه جنګ بیلابیل اړخونه لري چې یو یې د ټرور، تخریب او په خینو خپګانونو باندې د سپاریدا په اجنډا سره امنیتي جنګ دی.
د ایران د کورنیو چارو وزیر احمد وحیدی وویل د امنیتي جنګ په څنګ کښې ستر کلتوري جنګ هم لیدل کیږي چې هم یې په فکري بنسټ او هم یې په تفکر کښې د بیلابیلو رودو په مرستې سره پراخه هڅه پیل کړي ده.
احمد وحیدي د دغه جنګ بل اړخ د ایران پرضد حقوقي جنګ وباله او ویې ویل د حمید نورې د محکمې په پیښه کښې له هیڅ حقوقي سند پرته یې د منافقینو ډلې په ادعا سره چې په خپله نړیوال پیژندل شوي ترهګر دي د ایران دغه ښاریز محکوم کړ.