د ایران او قطر خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119144-د_ایران_او_قطر_خارجه_وزیرانو_ټیلیفوني_خبرې_وکړې
د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله د ټیلیفون پر مټ خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 31, 2022 01:15 Asia/Kabul
  • د ایران او قطر خارجه وزیرانو ټیلیفوني خبرې وکړې

د ایران او قطر د بهرنیو چارو وزیرانو بیګا د دواړو هیوادونو د دلچسپۍ وړ موضوعاتو په هکله د ټیلیفون پر مټ خبرې اترې وکړې

د ایران پریس د خبر له مخې حسین امیر عبداللهیان او محمد بن عبدالرحمن آل ثاني په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د سیاسي، اقتصادي او کنسولي برخو په شمول په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو په اړیکو پورې اړوند وروستي بدلونونه وڅیړل.

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر په دغو ټیلیفوني خبرو کښې په قطر کښې د فوټبال د نړیوال کپ د سیالیو د مهمې پيښې په لړ کښې د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ تیرو خبرواترو او په دې لړ کښې د ملګرتیا زمینو ته په پام سره له خپل قطري همرتبه سره بحث او د نظر تبادله وکړه.

امیر عبداللهیان هم داشان د بندیزونو د ختمیدو مذاکراتو ته یوه اشاره وکړه او په کښې یې یوې ښې، پیاوړې او پایدارې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د حکومت په هوډ باندې ټینګار وکړ.