ایران د اسرائیلو پرضد ملګروملتو ته شکایت وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي په ملګروملتونو کښې د ایران سفیر او دائمي استازي مجید تخت روانچي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش او د امنیت شورا مشر ته په لیک کښې د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د مشرانو له ګواښ څخه د ډکو او د جنګ غواړو څرګندونو په هکله اعتراض وکړ.
هغه په دغه لیک کښې د ایران پرضد د صهیونیسټ رژیم د ملي امنیت د شورا د مشر او د ملي امنیت د سلاکار ایال هولانا وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره وویل چې د اسرائیلو رژیم هماغه راز د ایران پرضد له زور څخه د استفادې کولو ګواښ ته دوام ورکوي.
مجید تخت روانچي زیاته کړه دغه څرګندونې په ښکاره ډول په ایران کښې د اسرائیلو د رژیم د ترهګرو اقداماتو او د ورانکارو عملیاتو مسوولیت تائیدوي.
د ایران په لیک کښې د ملګروملتونو له امنیت شورا غوښتنه شوي ده چې د نړیوال امنیت او د سولې د ساتلو لپاره د خپل منشور ژمونو ته پاې بنده ووسي او د اسرائیلو د رژیم بدغواړي فعالیتونه او جنګ غواړي سیاستونه چې د نړیوال امنیت او د سولې لپاره حقیقي ګواښ دی وغندي.