طالبانو ایران ته د اوبو د حق د ورکولو ژمنه کړي ده
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان وویل د افغانستان د طالبانو چارواکو قول ورکړی دی له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق د تخصیص په هکله اقدام وکړي.
هغه د ایران د اسلامي شورا د کرهڼې د اوبو د طبیعي سرچینو او د ژواک چاپیریال د کمیسیون د پرون ورځې د غونډې په تشریحولو سره وویل د افغانستان طالبانو قول راکړی دی چې له هیرمند سیند څخه د ایران د اوبو د حق د ورکولو لپاره اقدام وکړي او زر به د ایران د بریښنا وزارت یو فني ټیم د مسائیلو په جدي ډول د تعقیبولو لپاره افغانستان ته ورشي.
له هیرمند سین څخه د ایران د اوبو حق په سیستان سیمه کښې د هیرمند سین له اوبو څخه د ایران حقوقی غوښتنې ته اشاره کوي .
ایران او افغانستان په ۱۳۵۱ هجري لمریز کال کښې یو تړون لاسلیک کړ چې پراساس یې وټاکل شوه چې په هره ثانیه کښې د هیرمند سیند شپږویشت مکعب میټره اوبه چې په کال کښې کابو اته سوه پنځوس میلیون مکعب میټره کیږي په ایران کښې د سیستان سیمې او د هامون جهیل ونډه ووسي خو افغانستان تراوسه په دغه تړون عمل نه دی کړی.»