اسلامي مقاومت به د سیمې د ملتونو له حقوقو دفاع وکړی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119316-اسلامي_مقاومت_به_د_سیمې_د_ملتونو_له_حقوقو_دفاع_وکړی
د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی د یوه لوړرتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 03, 2022 23:57 Asia/Kabul
  • اسلامي مقاومت به د سیمې د ملتونو له حقوقو دفاع وکړی

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی د یوه لوړرتبه پلاوی په مشرۍ تهران ته سفر کړی دی .

د ایران خارجه وزیر  د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ له عمومی منشی سره په کتنه کې وویل اسلامی مقاومت به د داخلی وحدت ، پیوستون او انسجام د پیاوړتیا په سیوره کې د فلسطین او سیمې د ملتونو له مسلمو حقوقو دفاع وکړی .

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی د یوه لوړرتبه پلاوی په مشرۍ  تهران ته سفر کړی دی .

د ایرنا له راپور سره سم  حسین امیر  عبداللهیان  له زیاد نخاله سره په کتنه کې د صیهونیستی توکم پال رژیم د دیرغوښتنو او تیریو په وړاندی د فلسطین د مظلوم ملت د مقاومت او فلسطین د ازادۍ له ایدیال په ملاتړ کې د اسلامی ایران په ثابتو او اصولی دریځونو او سیاست په دوام ټینګار وکړ .

عبداللهیان د مقاومت په وړاندی د اسراییلو رژیم او امریکا ماتو او فلسطینیانو لپاره نویو شرایطو رامینځته کیدا ته په اشارې سره هیله څرګنده کړه د اسلانمی هیوادونو ترمینځ د پیوستون په پیاوړتیا سره د قدس شریف او فلسطین د ازادۍ د سپیڅلی ایډیال په پیکه کولو کې د دښمنانانو د ناکامۍ شاهدان ووسو .

د فلسطین د جهاد اسلامی غورځنګ عمومی منشی هم تهران ته په خپل سفر او له امیر عبداللهیان سره په کتنې د خوشحالۍ په څرګندولو سره د امام خمینی رح او د شهید سلیمانی په شمول د مقاومت د شهیدانو د یاد او خاطرې په لمانځلو سره  د فلسطین د خلکو له مقاومت د رهبرۍ د سترمقام او اسلامی ایران د دوامداره ملاتړونو ستاینه او مننه وکړه .