په ایران کې دکرونامنحوس ویروسنور ۸۱کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 04 Aug 2022 11:17:20 GMT )
Aug 04, 2022 15:47 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروسنور ۸۱کسان قرباني کړل

د کرونا منحوس ویروس تر دې دمه  په نړۍ کې کابو شپږمیلیون څلور لکه شپږویشت زره  اودرې سوه شل کسان قرباني کړي دي .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران د روغتیائي چارو وزارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره ووئيل، په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا نورو ۸۱ککړو کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کورونائی قربانیانو شمیر  یو لک دوه څلویښت زره  دوه سوه نوي تنو ته ورسید.

په راپور کې وئيل شوي دي دغه راز په تیر شواروز کې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په ایران کې په کرونا نور  اوه زره څلور سوه پنځلس ککړ کسان پيژندل شوي  چې له دوي یوزر دوه سوه اویا کسان په روغتونونو کې بستري شوي، چې له دوي سره  تردې دمه په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر  اوه میلیون څلور لکه شپږ ویشت زرو تنو ته  رسیدلی دی چې له نیکه مرغه تر دې دمه په درملنې پسې  په ایران کې کابو اوه میلیون یو نوي زره  درې سوه کسان هم ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي.

د کرونا منحوس ویروس تر دې دمه  په نړۍ کې کابو شپږمیلیون څلور لکه شپږویشت زره  اودرې سوه شل کسان قرباني کړي دي .

 

ټیګونه