د سیمې مسلمان ولسونه له غاصب صهیونیسټي رژیمه سخته کرکه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119364-د_سیمې_مسلمان_ولسونه_له_غاصب_صهیونیسټي_رژیمه_سخته_کرکه_لري
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: نن سبا د سیمې مسلمان ولسونه له صهیونیسټي رژیم څخه ژوره کرکه لري او له دغه رژیم سره د مقابلې اصلي او بنیادي لیکه، مقاومت ګڼي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 05, 2022 03:15 Asia/Kabul
  • د سیمې مسلمان ولسونه له غاصب صهیونیسټي رژیمه سخته کرکه لري

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: نن سبا د سیمې مسلمان ولسونه له صهیونیسټي رژیم څخه ژوره کرکه لري او له دغه رژیم سره د مقابلې اصلي او بنیادي لیکه، مقاومت ګڼي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر وویل: نن سبا د سیمې مسلمان ولسونه له صهیونیسټي رژیم څخه ژوره کرکه لري او له دغه رژیم سره د مقابلې اصلي او بنیادي لیکه، مقاومت ګڼي

ولسمشر سید ابراهیم رئیسي پرون په تهران کښې د فلسطین د اسلامي جهاد غورځنګ له عمومي منشي زیاد نخاله سره په کتنه کښې، مقاومت غوره منطق او بلآخره بری موندونکی وباله او زیاته یې کړه: د فلسطین له مسئلې د ولسونو ملاتړ په لویدیځې آسیا کښې د امریکې او د صهیونیسټي رژیم د سیاستونو د لارې ترټولو ستر خنډ دی.

د اسلامي ایران ولسمشر د نیواکي ټاټوبي بدلونونو ته په اشارې سره زیاته کړه: د تش په نامه د صلحې تړونونه نه بلکې (د مقاومت نوراني لاره) توانیدلې چې دښمن کمزوری او په ګونډو شي او په دنیا کښې د مقاومت د کړنلارې ملاتړي هیله مند کړي.

سید ابراهیم رئیسي د سیمې له ځینو هیوادونو سره د اړیکو د ښه کولو لپاره د صهیونیسټي رژیم هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم تصور دا و چې له دغو هیوادونو سره د اړیکو په ټینګولو او عادي کولو سره د ځان لپاره امنیت رامینځټه کړي حال دا چې دغه اقدامات به د صهیونیسټانو لپاره په هیڅ توګه امنیت رامینځته کونکي نه وي ځکه چې هغوي له سیمې او د بدلونونو د راتلونکي په هکله سمه پيژندګلي او اټکل نه لري.

په دغه ملاقات کښې د فلسطین د جهادِ اسلامي غورځنګ عمومي منشي هم له ولسمشر رئیسي سره له ملاقاته د خوښۍ په څرګندولو سره وویل: نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت په سیمې او نړۍ کښې له بل هر وخته زیات پياوړی او ډیر شتون لري  او شک نشته چې د سیمې له هیوادونو سره د اړیکو په پياوړې کولو او په دې لړ کښې د سلطه ګرو په وړاندې اودریدنې کښې خپله ولسمشر رئیسي ډیر مهم رول لرلی دی.