په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۳۶کسان قرباني کړل
(last modified Sun, 07 Aug 2022 10:58:53 GMT )
Aug 07, 2022 15:28 Asia/Kabul
  • په ایران کې دکرونامنحوس ویروس نور ۳۶کسان قرباني کړل

په تیرو ۲۴ساعتونو کې همداراز په ایران کې  شپږ زره شپږسوه اوه ډوزه کرونائي ویکسین هم پچکاري شوي دي.

زمونږخبریال راپورراکړ،دایران د روغتیائي چارو زوارت نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلي دي، په ایران کې په تیرو شواروز کې په کرونا  دککړو نورو درې شپيته کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک دوه څلویښت زره  څلور سوه یو شپیته کسانو ته ورسید.

په راپور کې وئيل شوي دي ،همداراز په تیرو ۲۴ساعتونو کې د تشخیص دنړیوالو معیارونو په اساس په درست ایران کې په کرونا ویروس نور پنځه زره څلور سوه اوه اویا کسان ککړشوي چې  له دوي سره په ایران کې د کرونائي ککړو کسانو شمیر اوه میلیونڅلور لکه څلویښت  زره څلور سوه شلو تنو ته زیات شوی او همداراز په درملنې پسې تر دې دمه په ایران کې اوه میلیون یو لک شپږ زره  څلور سوه پنځوس کسان ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .

په دغه راپور کې وئيل شوي دي په تیرو ۲۴ساعتونو کې همداراز په ایران کې  شپږ زره شپږسوه اوه ډوزه کرونائي ویکسین هم پچکاري شوي دي.

 

ټیګونه