د ایران شرکتونه باید د اوکراین په بیا رغونه کښې ګډون وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i119998-د_ایران_شرکتونه_باید_د_اوکراین_په_بیا_رغونه_کښې_ګډون_وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د اوکراین سفیر د خپل ماموریت په پاې کښې له جنګ سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفت او د بې طرفه دریځ قدرونه وکړه او د هغو بیخ بنايي تاسیساتنو او سیمو په بیا رغونه کښې یې چې په جنګ کښې له مینځه تللي دي د ایراني شرکتونو د ګډون کولو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 22, 2022 23:35 Asia/Kabul
  • د ایران شرکتونه باید د اوکراین په بیا رغونه کښې ګډون وکړي

ایرنا خبري اژانس وايي په ایران کښې د اوکراین سفیر د خپل ماموریت په پاې کښې له جنګ سره د ایران د اسلامي جمهوریت د مخالفت او د بې طرفه دریځ قدرونه وکړه او د هغو بیخ بنايي تاسیساتنو او سیمو په بیا رغونه کښې یې چې په جنګ کښې له مینځه تللي دي د ایراني شرکتونو د ګډون کولو غوښتنه وکړه.

په ایران اسلامي جمهوریت کښې د اوکراین سفیر سرګي بورډیلیاک پرون د خپل ماموریت په پاې کښې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیر عبداللهیان سره کتنه وکړه.

د اوکراین سفیر په دغه کتنه کښې د خپل ماموریت په اوږدو کښې د ترسره شویو فعالیتونو او اقداماتو په بیانولو سره د ایران د اسلامي جمهوریت د خارجه وزارت د ملګرتیاو او د هڅو مننه وکړه.

د اوکراین سفیر دغه راز له جنګ سره د ایران د مخالفت او ایران د اسلامي جمهوریت د بې طرفه دریځ قدرونه وکړه او په دوام کښې یې د ایران شرکتونو ته بلنه ورکړه چې د هغو بنايي تاسیساتو او سیمو د بیا رغولو لپاره چې په جنګ کښې له مینځه تللي دي ګډون وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان هم د اوکراین له خارجه وزیر سره په ډیرو ټيلي فوني خبرو کښې بیا بیا د جنګ له دوام سره د ایران د اسلامي جمهوریت په مخالفت ټینګار کړی او په دې لاره کښې یې د هرډول اقدام د ترسره کولو لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی.