امریکایان دې په نړیواله سویه حقیقت پال  چلند وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120156-امریکایان_دې_په_نړیواله_سویه_حقیقت_پال_چلند_وکړي
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل،که امریکایان حقیقت پال چلند وکړي،نو د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره  نړیوالې ایټمي موافقې ته رسیدل شوني دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2022 10:43 Asia/Kabul
  • امریکایان دې په نړیواله سویه حقیقت پال  چلند وکړي

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر ووئيل،که امریکایان حقیقت پال چلند وکړي،نو د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو دلغوه کولو لپاره  نړیوالې ایټمي موافقې ته رسیدل شوني دي.

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ، دایران د  اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  نن د زنګبار له ولسمشر حسین مویني سره په کتنې کې  ددې خبرې په کولو سره چې  دایرن په ضد دبندیزونو د لغوه کولو لپاره ډيرې هلې ځلې شوي دي ،روښانه کړې ده،اسلامی ایران  او مقابل لوري، یوې ښې او تل پاتې  موافقې ته د رسیدا لپاره ، دکار دوروستیو مرحلو نهایت ته رسیدلي دي.

  امیر عبدللهیان  د ایران د ظالمانه بندیزونو په پړاؤ کې د زنګبار اوتانزانیا دمساعدتونو او تعاملاتو په قدرونې سره و زنګبار ولسمشر ته په خطاب کې ووئيل، ایران د هائيټک ،طبی او پوهې په څير په حوزو کې پنځم مقام لري  او تیار دی  خپلې تجروبې زنګبار اوتانزانیا ته منتقلې کړي. 

د ایران خارجه وزیر په طبي،درملو،کرهڼې، طبي زده کړو،کبانو او نورو حوزو کې د ایران د اسلامی جمهوریت  مختلفو ظرفیّتونو ته په اشارې سره  روښانه کړه،د بریښنا دتولید او د لمریزې انرژۍڅخه داستفادې په حوزې کې ، ایران لوړه ټيکنالوجي لري  او دمګړۍدعراق په جنوب کې یوازې یو ایرانی شرکت  د درې زره میګاواټي بریښنائي بټۍ  په جوړولو بوخت  دی چې لومړنی فیز ئې پاي ته رسیدلی دی.

 د ایران خارجه وزیر د ایران اوزنګبار د ګډې اقتصادي کمیټې دجوړولو د وړاندیز په مطرح کولو سره ، وړاندیز وکړپه ایران او زنګبار کې د اقتصادي –صنعتي تخصصی نندارتونونه جوړ شي،همداراز علمي او پوهنتوني مبادلات پراخ شي او ددې ترڅنګپارلیماني ډيپلوماسي هم پراخه شي.

د زنګبار ولسمشر هم  ایران ته دسفر لپاره  له هغه د ایران دو لسمشر دبلنې په قدرونې سره ، دسمندري صنائعو اوکبانو په حوزو کې او دغه راز د تیلو او ګیسو د ویستنې  او ورسره ، ددټيکنالوجيکي پارکونو ،کرهڼیزو چارو ، تعلیم ،ډیم جوړونې ،لارو جوړونې  او نورو  حوزو کې  له اسلامی ایران سره  په ملګرتیاټينګار وکړ.