جوزپ بورل د ویانا د خبرو په هکله خوشبینه دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120276-جوزپ_بورل_د_ویانا_د_خبرو_په_هکله_خوشبینه_دی
زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو په هکله خوشبیني څرګنده کړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 28, 2022 11:36 Asia/Kabul
  • جوزپ بورل د ویانا د خبرو په هکله خوشبینه دی

زمونږ خبریال وايي د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول د بایکاټونو د لغو کیدا لپاره د ویانا د خبرو اترو په هکله خوشبیني څرګنده کړه.

هغه د اسټریا هیواد له ورځپاڼې کرونن سره په مرکه کښې وویل چې زه د بایکاټونو د ختمولو لپاره د خبرو اترو نتیجې ته د رسیدا په هکله خوشبینه یم.

د بایکاټونو د لغو کولو لپاره د ویانا د خبرو اترو د اوسني حالت په هکله د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست د مسول جوزپ بورل دغه څرګندونې په داسې حال  کښې شوي دي چې د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني په تیرې چهارشنبې ورځ د اروپايي اتحادیې د غږملونکي له لارې د بایکاټونو د ختمیدا په خبرو کښې د پاتې موضوعګانو د حل لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت نظرونو ته د امریکا د حکومت د ځواب په ترلاسه کولو سره وویل د امریکا په نظرونو دقیق غور پیل شوی او د ایران اسلامي جمهوریت د غور له بشپړولو وروسته په دې هکله خپل نظرونه د اروپايي اتحادیې غږملوونکي ته اعلانوي.