په ایران کې  دکرونا منحوس ویروس نور ۴۸کسان قرباني کړل
(last modified Mon, 29 Aug 2022 11:17:28 GMT )
Aug 29, 2022 15:47 Asia/Kabul
  • په ایران کې  دکرونا منحوس ویروس نور ۴۸کسان قرباني کړل

د هیوادونو د  رسمي احصایو په اساس ،کرونا ویروس تر دې دمه په دنیا کې څه دپاسه شپږ سوه شپږمیلیون اته اتیا زره  کسان ککړ کړي  چې له امله ئې څه دپاسه  شپږ میلیون څلور لکه اته اتیا زره کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دروغتیائی چارو وزارت نن دیوې اعلامیې په خپرولوسره  ووئيل، په درست ایران کې په تیر شواروز کې  په کرونا منحوس  ویروس دککړو نورو اته څلویښت کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې  د کرونائي قربانیانو شمیر یو لک درې څلویښت زره  اوه سوه شپږاویا تنو ته ورسید.

په راپور کې وئيل شوي دي ، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې په ایران کې په کرونا ویروس نور یوزر نهه سوه شپږشپیته کسان ککړ شوي  چې  له دوي څلور سوه اته پنځوس  کسان په روغتونونو کې بستري شوي  او په ټول کې تر دې دمه په ایران کې د په کرونا دککړو کسانو شمیر  اوه میلیون پنځه لکه پنځویشت زره  شپږ سوه دیرشو تنو ته رسیدلی چې له دوي په درملنې پسې  کابو اوه میلیون  درې لکه ایتا زره کسان هم ښه اوله روغتونونو رخصت شوي دي .

ټیګونه