امریکا اوانګلستان په ایران د تورونولګولومخ نلري
ښاغلی ناصر کنعاني نن سهار په البانیا د ادعایی سایبری حملې په اړه د اسلامی ایران ضد د امریکتا د ملی امنیت د شورا او انګلستان خارجه وزارت بی اسایه او بی بنسټه تورونه باطل او په کلکه وغندل .
د ایران پریس له راپور سره سم ښاغلی ناصر کنعاني نن سهار په البانیا د ادعایی سایبری حملې په اړه د اسلامی ایران ضد د امریکتا د ملی امنیت د شورا او انګلستان خارجه وزارت بی اسایه او بی بنسټه تورونه باطل او په کلکه وغندل .
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د تهران په ضد د البانیا د حکومت د ادعاګانو په دروغ بللو سره، د البانیا له لوري د ډیپلماټیکو اړیکو ختمول یوه بې معنا اقدام او د نړیوالو اړیکو په ډګر کې د دې هیواد تېروتنه وباله.
د البانیا لومړی وزیر په دې ادعا سره چي ایران په دې هیواد یې سایبري بریدونه کړي، ایران سره د ډیپلماټیکو اړیکو د پرېکون په اعلان سره، د ایراني ډیپلماټانو د وتلو غوښتونکی شو.
د ایران خارجه وزارت د البانیا د دغه غلیمانه اقدام په غبرګون کې په نړیوالو او څو اړخیزو غونډو کې د سایبري فضا په زمینه کې د ایران د اسلامي جمهوریت اصولي دریځ نیونو ته په اشارې سره تاکید کړی چي ایران د یو داسي هیواد په توګه چي تل یې سایبري بېخ بناوې له بریدونو سره مخ دي، د نورو هیوادونو په بیخ بناوو باندې د هر ډول سایبري بریدونو غندنه کوي.
د ایران خارجه وزارت همدارنګه د البانیا له لوري د منافقینو د ترهګرې ډلې په پناه ورکولو خواشینې ښودلې ده.
البانیا کلونه کیږي چي د منافقینو د ترهګرې ډلې په اصلي امن ځای بدل شوی او دغه ډله له دې هیواد څخه د ایران د ولس په ضد خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي. تر دې مخکې هم د البانیا دولت په چټي تورونو سره یې د ایران سفیر غلامحسین محمدنیا له دې هیواده ایستلی