د یمن د کړکیچ دحل لپاره د ایران د هلوځلو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120946-د_یمن_د_کړکیچ_دحل_لپاره_د_ایران_د_هلوځلو_دوام
په داسې شرایطو کې چی یمن خلک سونګو او خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري ، سعودی ایتلاف له یمن د تیلو د میلیونونو بیرلو په غلا کولو سربیره دغه هیواد ته د سونګو وړونکیو کشتیو په ورتلو کې د ګډوډی په رامینځته کولو سره په یمن کی د سونکو د کمښت بحران ته لمن وهلی ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 12, 2022 09:57 Asia/Kabul
  • د یمن د کړکیچ دحل لپاره د ایران د هلوځلو دوام

په داسې شرایطو کې چی یمن خلک سونګو او خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري ، سعودی ایتلاف له یمن د تیلو د میلیونونو بیرلو په غلا کولو سربیره دغه هیواد ته د سونګو وړونکیو کشتیو په ورتلو کې د ګډوډی په رامینځته کولو سره په یمن کی د سونکو د کمښت بحران ته لمن وهلی ده .

د ایران خارجه وزیرامیر عبداللهیان  د یمن د ملی ژغورني حکومت دمزاکراتو کونکی پلاوی مشر او انصارا... ویندوی  محمد عبدالسلام سره په کتنه کې وویل د ایران اسلامي جمهوریت تل د یمن د خلکو د ارادې او د غوښتنې ملاتړ اعلان کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه کتنه کښې په یمن کښې د اوربند له پیلیدا او د هغه له تمدیدا د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړ په اعلانولو سره دغه اوربند د پایداره سولې د ټینګیدا لپاره سریزه وبلله او هیله یې وکړه چې د یمن د کلابندۍ په کامل ډول ختمیدا سره د یمن انساني دوسیه پرانیستل شي.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت لوړرتبه مرکچي محمد عبدالسلام هم د مقابل لوری د بدلوظۍاو اوربندد اصلی عناصرود ناقص اجرا باندې د نیوکې په ترڅ کې په یمن کې د یوې عادلانه سولې د هر ډول پرمختګ لپاره د یمن د خلکو د انسان دوستانه مساییلو پوره کیدا ضروری وبلل .

ده  همداراز په دغه کتنې کښې د یمن له خلکو د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو قدرونه وکړه او خارجه وزیر  حسین امیر عبداللهیان یې د خپل هیواد له وروستیو بدلونونو خبر کړ.

د یمن د خلکو غیر انساني کلابندۍ ختمول ، د اوربند ټینګیدا او په دغه هیواد کې د جنګ بندیدا هغه موردونه دی چی د ۲۰۱۵ میلادی کال په مارچ کې  د عربستان په مشرۍ د ایتلاف له پوځی یرغل اود یمن د هوایی ، مځکنی او سمندري کلابندۍ وروسته  تل د اسلامی ایران په ایجنډا کې شامل دې .

په حقیقت کې ایران هغه لومړنې هیواد وو چی په یمن کې یې د جنګ له پیلیدا راهیسې اعلان وکړ په یمن کې حل لاره یوازې سیاسی ده .

سملاسی اوربند، د انساني مرستو په ورلیږلو کې چټکتیا، دکلابندۍ ختمول ، د ټولویمني ډلو ترمینځ خبرې اترې او د پراخ بنسټه ملي دولت جوړیدا د یمن د کړکیچ د اواري لپاره د ایران د څلور مادیزه طرحه ده .

اسلامي ایران همدارازله نورو هیوادونو سره سلاومشورواو د ملګروملتوپه شمول په نړیوالو ټولنوکې دغې موضوع ته دوام ورکوی او ټینګار لری چی اوربند په یوازې سر د یمن د کړکیچ د حل لپاره کافی ندې بلکې د کلابندۍ د ختمولو په شان نور تکمیلي اقدامات هم باید ترسره شي تر څو د یمن د خلکو لپاره اساسي شیان  او انسانی او لومړني مرستو رسیدا امکان برابر شی  .

په داسې شرایطو کې چی یمن خلک سونګو او خوراکي موادو ته سخته اړتیا لري ، سعودی ایتلاف له یمن د تیلو د میلیونونو بیرلو په غلا کولو سربیره دغه هیواد ته د سونګو وړونکیو کشتیو په ورتلو کې د ګډوډی په رامینځته کولو سره په یمن کی د سونکو د کمښت بحران ته لمن وهلی ده .

د بیلګې په توګه سعودی ایتلاف په اګست او ستمبر میاشتو کې د یمن د سونګو وړونکی ۱۳ کشتۍ د ملګروملتو له مجوز او پلټنو سره سره ودرولې .

د یمن د تیلو شرکت ویندوي عصام متوکل د دې خبرې په کولو سره چی سعودی ایتلاف د یمن بندرونو ته د سونګو وړونکی کشتیود ورتګ مخه نیسي وویل ملګري ملتونه د یمن د کلابندۍ د لغوه کولو لپاره هیڅ نه کوی .

دغه کارړنګونې او همداراز په یمن د تیری ګرو له لوری د اوربند تقریبا هره ورځ خلاف ورزۍ ښی چی سعودی ایتلاف اوربند ته ژمن ندې او ملګری ملتونه هم په دغه ایتلاف د فشار د اعمالولو لپاره کوم اقدام ته حاضر ندې .

تیری ګر ایتلاف په پوځی ډګرکې خپلو هدفونو ته ندې رسیدلې  او د یمني عسکرو په زیاتیدونکی مقاومت سره حتی د اوربند منلو ته مجبوره شوې هم دې ، دیمن د کلابندۍ په دوام سره په دغه هیوادکې اقتصادي جنګ او انساني کړکیچ سختولو ته دوام ورکوی .