د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ د البانیا حکومت د ملاتړغندنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i120990-د_منافقینو_له_ترهه_ګرې_ډلګۍ_د_البانیا_حکومت_د_ملاتړغندنه
هغه مهمه مسله چی په دغه لیک کې ورته اشاره شوی د البانیا دولت د وعدې خلاف ورزۍ ده .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 13, 2022 13:06 Asia/Kabul
  • د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ د البانیا حکومت د ملاتړغندنه

هغه مهمه مسله چی په دغه لیک کې ورته اشاره شوی د البانیا دولت د وعدې خلاف ورزۍ ده .

 

په ایران کې د ترور د شهیدانو کورنیو د منافقینو له ترهه ګرې ډلګۍ د البانیا حکومت د ملاتړ په غبرګون کې  یو پرانستې لیک خپور کړ چی پکې د دغې ډلګۍ د جنایتونو په یادولو سره  له منافقینو ډلګۍد البانیا حکومت ملاتړ په کلکه غندل شوې دې .

په دغه لیک کې دې ته په اشارې سره چی د منافقینو ډلګۍ د غړیو دمنلو لپاره له البانیا دولت سره د امریکا د حکومت د پټې معاملې کابو لس کلونه تیریږي ، د البانیا خلکو ته په خطاب کې لیکلی دي ، سم هغه وخت چی د عراق د خلکو او حکومت د هلو ځلو په نتیجه کې له دغه هیواده د منافقینو د ویستلو لپاره دباونه زیات شوی وو او هیڅ هیواد حتی امریکا په خپله خاوره کې د دغې بدنامې ډلې د غړیو منلو ته چمتو نه وو ، دا البانیایی چارواکي وو چی په نهایت کی د واشنګټن په مجبورولو او یوازې د شل میلیون ډالرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ یوازنې هیواد وو چی د دغه خطرې په منلواو د البانیاد خلکو او امنیت لپاره د هغه له مشکلاتو په خبرتیا سره څه د پاسه دوه زره ترهه ګر غړي په خپلې خاورې کې ومنل .

هغه مهمه مسله چی په دغه لیک کې ورته اشاره شوی د البانیا دولت د وعدې خلاف ورزۍ ده . د۲۰۱۷ میلادی کال په جنورۍ میاشت کې تهران ته د البانیا خارجه وزیر بوشاتي ایرانی مقاماتو سره وعده کړی وه ، له هماغه پیل څخه د منافقینو ډلګۍ  ایران پرضد خپل ترهه ګر اقدامات پیل کړل او دغه هیواد یې  له ایران سره د دښمنو هیوادونو او دغې ترهه ګرې ډلګۍد لاس وهنو لپاره په مرکز بدل کړ .

په دغه لیک کی راغلی دی البانیایی چارواکي د پارلیمان له استازیو نیولی تر ګوندی چارواکو او حتی ولسمشر د ژمنو په خلاف ورزیو سره له دغې بدنامې ډلې خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړی دی .

اوس د البانیا دولت د ایران په وړاندې د خپل غلیمانه کړچار په لړ کې د پراخې سایبری حملې په پلمه چی تهران یې د هغې په ترسره کولو تورن کړې دې ، د ایران د سفارت د بندولو او د هغه د کارکونکیو د وتلو حکم ورکړی دې ، اوحتی د دغه هیواد پولیسو په یوه غیرقانوني اقدام کې د ایران سفارت ته ورداخل شول .

د ایران د ترور د شهیدانو د قرباینانو کورنیو له ایران سره د البانیا دولت د سیاسی اړیکو د غوڅولو د اعلان په کیسه کې باوری دي چی د البانیا سیاسی چارواکو د خپلو ښاریزو د اوږدمهاله ګټو په نظر کې نیولو پرته په بیړې سره د بایکان او ایران او اروپا لپاره د امنیتی کړکییچ رامینځته کونکي په یوه مرکز دالبانیا د بدلولو په حال کی دی .

د ایران پرضد د البانیا نوی غلیمانه اقدامات او تورونو لګول د ایرانی ضد اقداماتو او سیاستونو په غوره کولو کی د واشنګټن او تیرانا دولت د ملګرتیا په لړ کی شوی دي .

په نوموړی لیک کی راغلي دي زمونږ تمه د البانیا له ښاریزو دا ده چی په خپل هیواد کی د ترهه ګرو د شتون له امله پاییلو او ګواښونوته پام او ځان خبر کړي . هیڅ هیواد باید په دنیا کې د ترهه ګرو لپاره  په ګند ډبی بدل نشی . ترهه ګر باید محدود شي تر څو د هغو په عادلانه محاکمې سره په دنیا کې د پایداره امنیت او سولې د رامینځته کولو  زمینه برابره شی .