د ایران ځواکونو د ترهګرو په مرکزونو برید وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121454-د_ایران_ځواکونو_د_ترهګرو_په_مرکزونو_برید_وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک د عراق په کردستان سیمه کښې نړیوال استکبار ته اړونده د ایران ضده ترهګرو ډلو د مورچو د ورانولو لپاره د دغه ځواک د حمزه سیدالشهدا علیه السلام د مرکز د ځواکونو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 25, 2022 02:39 Asia/Kabul
  • د ایران ځواکونو د ترهګرو په مرکزونو  برید وکړ

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک د عراق په کردستان سیمه کښې نړیوال استکبار ته اړونده د ایران ضده ترهګرو ډلو د مورچو د ورانولو لپاره د دغه ځواک د حمزه سیدالشهدا علیه السلام د مرکز د ځواکونو د عملیاتو د پیلولو خبر ورکړ.

په ایران کښې د بلواو د رامینځته کولو لپاره د ایران سرحدي ښارونو ته د کومله او ډیموکراټ ترهګرو ډلو د وسله والو کسانو او د ګڼ شمیر وسلو له راوړلو وروسته د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځمکني ځواک پرون د عراق په کردستان کښې د دغو ترهګرو ډلو په مرکزونو باندې بریدونه وکړل.

د ایران سپاه پاسداران ځواک وویل د اسلام د جنګیالیو دغه عملیات به د پایداره سرحدي امنیت د تضمین او د تیریګرو جنایتکاره ترهګرو د خبردار کولو او د خپلو قانوني دندو او نړیوالو مقرراتو په وړاندې د عراق د کردستان سیمې د چارواکو د مسوولیت تر  منلو پورې دوام ولري.

د ایران د سپاه پاسداران ځمکني ځواک د عراق د کردستان سیمې له ځايي خلکو او وسیدونکو وغوښتل چې په سیمه کښې د ایران ضد ترهګرو ډلو مرکزونو او کیمپونو ته له نږدې ورتلو ډډه وکړي او د ترهګرو ډلو له مرکزونه ځانونه لیرې وساتي.