په تهران کې د انګلستان سفیر خارجه وزارت ته وغوښتل شو
ټاکل شوې ده چې مازدیګر دتهران په شمول په زیاترو ښارونو او ښارګیو کې ولس د بلواګرو او شرغواړو په ضد دسختو اوکوټلو اقداماتو دترسره کولو د غوښتې لپاره میلیوني لاریونونه وکړي.
د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد دلندن میشته فارسی ژبې رسندویو دغلیمانه فضا جوړونو په غبرګون کې،په تهران کې دیره انګریز سفیر د ایران خارجه وزارت ته احضار شو.
د ایران د خارجه وزارت د اروپائي چارو عمومی مدیر ، په تهران کې د انګلستان سفیر سایمن شریکلیف د ایران د اسلامی جمهوریت په ضد په لندن کې ددیره فارسي ژبې رسندویو دغلیمانه فضا جوړونو په غبرګون کې خارجه وزارت ته احضار کړ او د ایران په اندیښنو ئې خبر کړ.
په داسې حال کې چې د ایران زیاتره خلک د میرمن مهسا امینی په مرګ متاثر شوي او په دې باب د میډیکل رپورټ دڅیړنو دنتیجو داعلان منظر وو،دتهران پشمول په ځينو ښارونو کې یو شمیر غیر قانوني غونډې وشوې او عمومي ځایونو ته یو لړ تاوانونه واړول.
ایرناخبری آژانس راپورو رکړ،د ایران خارجه وزارت ته د انګریز سفیر په ورغوښتلو سره هغه ته په سخت اعتراض کولو سره ، هغه ته ووئيل شول چې په بریتانیا کې دیره فارسي ژبې رسندویو د ایران د وروستیو حالاتو په خرابولو کې غوره رول لوبولی او خلک ئې بلواؤ او اړئ ګړئ جوړولو ته لمسولي دي او په دې اړه ئې پخپلو پروګرامونو کې د ایران په ضد منفي پروپیګنډې کړي دي چې دا د ایران د اسلامی جمهوریت په داخلی چارو کې ددخالت او د هیواد ملی حاکمیّت په ضد اقدام ګڼل کیږي.
انګریز سفیر هم ووئيل ،دغه درستې خبرې په لندن ته راپور کړي.
داپه داسې حال کې دی چې د تیرې جمعې په ورځې د ایران خودجوشه ولس دجمعې لمانځه له اداکولو سملاسی وروسته په درست هیواد کې میلیوني لاریون ترسره کړ او له بلواګرو او اشرارو ئې خپله کرکه اوغوسه نندارې ته وړاندې کړه . نن هم ټاکل شوې ده چې مازدیګر دتهران په شمول په زیاترو ښارونو او ښارګیو کې ولس د بلواګرو او شرغواړو په ضد دسختو اوکوټلو اقداماتو دترسره کولو د غوښتې لپاره میلیوني لاریونونه وکړي.