ایران د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس پلټنو ته پایبند دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر تاکید وکړ چي ایران تل د نړیوال آژانس پلټنو ته پایبند دی.
د ایران د اسلامي جمهوریت د ایټمي انرژیو د سازمان مشر محمد اسلامي په ویانا کې د ایټمي انرژیو د نړیوال اژانس د ۶۶ غونډې په ترڅ کې د ایټمي انرژیو د نړیوال آژانس د مشر رافائل ګروسي سره، ملاقات ته په اشارې سره، وویل: د ایران اسلامي جمهوریت د نړیوال آژانس د پلټنو اصولو ته پایبند پاته شوی او د ایټمي وسلو د نه جوړولو تړون ته ژمن دی او خپلو ایټمي فعالیتونو باندې د پلټنو لپاره کافي سهولتونه رامینځ ته کړي دي.
د ایران د ایټمي انرژیو د سازمان مشر زیاته کړه: ایران د پلټنو په لړ کې د نړیوال آژانس سره د همکاریو لپاره زمینه برابروي او نړیوال اژانس هم په دې مسالې باندې په ځلونو اعتراف کړی دی.
د ایران د ولسمشر مرستیال یادونه وکړه چي زمونږ لپاره مهم دی چي د ایټمي صنعت د اسټراتیژیک سند پر بنیاد وکولایشو پراختیایې پروګرامونه مخ ته بوځو او په دې لاره کې پراته خنډونه لیري کړو.
هغه د ایران او روسیې تر مینځ د ایټمي ګډو فعالیتونو او د مجارستان د خارجه وزیر سره د ملاقات په هکله وویل: ټاکل شوې ده چي مجارستانی پلاوی په راتلونکو ورځو کې ایران ته سفر وکړي تر څو د همکاریو او ګډو فعالیتونو لپاره پلانونه وکړو.
محمد اسلامي تاکید وکړ چي د ایټمي انرژیو د نړیوال عمومي غونډه په اصل کې یو ښه فرصت دی چي په ایټمي ډګر کې د مختلفو هیوادونو ماهرین له یو بل سره سلامشورې وکړي.