امریکا هیڅکله د خیر او ښېګنې په لړ کې خبره نه کوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121638-امریکا_هیڅکله_د_خیر_او_ښېګنې_په_لړ_کې_خبره_نه_کوي
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قومندان ځایناستی تاکید وکړ چي امریکا هیڅکله د خیر او ښېګنې په لړ کې خبرې نه کوي بلکې تل د دسیسو پسې دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 29, 2022 11:02 Asia/Kabul
  • امریکا هیڅکله د خیر او ښېګنې په لړ کې خبره نه کوي

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قومندان ځایناستی تاکید وکړ چي امریکا هیڅکله د خیر او ښېګنې په لړ کې خبرې نه کوي بلکې تل د دسیسو پسې دي.

د سپینې ماڼۍ د کړکېچنو اقداماتو سره سره، د ایران اسلامي جمهوریت تل په سیمه کې د امریکې د دسیسو په وړاندې کارنده رول لوبولی دی.

د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران د عمومي قومندان ځایناستی سردار علی فدوي په دې هکله وایي چي تر دې دمه د نړۍ یوه هیواد ته هم د امریکایانو خیر او ښېګنه نه ده رسېدلې.

سردار فدوي زیاتوي چي د حق او باطل تر مینځ جګړه ختمېدونکې نه ده او حق او باطل د نړۍ تر پایه د یو بل سره په تقابل کې دي، د باطل او شیطان استازی اوس امریکا ده، امریکایان هم په کنګرس کې د شیطان په استازیتوب اعتراف کوي.

د سپاه پاسداران د عمومي قومندان ځایناستی جوته کړه چي د حق د جبهې استازیتوب د اسلامي انقلاب سره دی او امریکایان تل د اسلامي انقلاب سره د مقابلې لپاره د نویو لارو چارو په لټه کې دي چي له دې جملې څخه په سوشیل مېډیا او رسنیو کې د ایران ضد پروپاګنداو ته اشاره کولایشو.