د خبرګانو شورا د بلواګرو په تعقیبونې ټینګار وکړ
زمونږ خبریال وايي د ایران د رهبرۍ د خبرګانو جرګې په یوې بیانیې کښې بلواوې او د دیني سپیڅلتیاو سپکاوی وغند او د بلواګرو کسانو په قضايي تعقیبونې یې ټینګار وکړ.
د ایران د رهبرۍ د خبرګانو د جرګې په خبرپاڼه کښې چې پرون خپره شوي ویل شوي دي هغه فتنه چې په تیرو ورځو کښې یې وینو که څه هم د اسلامي ایران د بصیرت لرونکو ښځو او سړیو په تیره بیا د امت رسول الله صلی الله علیه واله وسلم په عمومي لاریونونو کښې د انقلابي محصیلینو په هوښیارتیا او په موقع شتون سره شنډه شوه خو یوځل بیا یې د ټولنې د ارامښت او د امنیت د سلبولو او دیني سپیڅلتیاو ته د سپکاوي کولو او د اسلامي نظام د ارکانو پرضد د یرغل کولو زمینه یې برابره کړه.
دغه راز د تهران والي محسن منصوري هم د صفادشت سیمې د مدافع حرم او د سپیڅلي دفاع د شهیدانو د درنښت په مراسمو کښې وویل په ایران کښې وروستۍ بلواوې ختمې شوي دي او په تهران کښې امنیت ټینګ شوی.
د ایران د کردستان سیمې والي اسماعیل زارعي کوشا هم وویل پولیسو په وروستیو بلواو کښې له ډیر زغم څخه کار واخیست په دې ډول چې په دغه ولایت کښې له دریو فیصدو څخه کم غونډه کونکي نیول شوي دي.