امیرعبداللهیان:
د عراق د بهرنیو چارو وزیر د امریکا پیغام راوړی وو
د ایران خارجه وزیر د دې په بیانولو چي د ځینو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په وروستیو میاشتو کې هڅه کړې چي د امریکې پیغام ایران ته او د ایران پیغام امریکې ته ورسوي، وویل: د عراق خارجه وزیر هم د امریکا پیغام راوړی وو.
د ایران خارجه وزیر «حسین امیرعبداللهیان» چي د ملګرو ملتونو په غونډه کې د ګډون په موخه په نیویورک کې دی د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره تر کتنې وروسته رسنیو ته وویل چي د عراق خارجه وزیر د ایران لپاره د امریکې پیغام راوړی وو.
هغه زیاته کړه: ایران د یوې ښې موافقې د ترلاسه کولو په موخه جدی اراده لري او د یوې پیاوړی او دوامداره موافقې په لړ کې له هیڅ ډول هڅو نه شاته کیږي، د مذاکراتو میز نه خالي کوي اوس امریکایان باید د پرېکړو په تر سره کولو خپله زړه وړتیا څرګنده کړي.
د ایران خارجه وزیر د بندیزونو د ختمولو د مذاکراتو په هکله وویل: امریکایان تر ۹ ورځو وروسته خپل نظر ونه وړاندي کړي او په ځینو موضوعاتو کې چي ایران لپاره اساسي رول لري، متن کې بدلونونه راوستي او هغه یې مبهم او د تفسیر وړ ګرځولي دي.
د ایران خارجه وزیر د دې په بیانولو چي هره پیاوړې موافقه باید له شک او شبهې پرته ښکاره او روښانه وي، جوته کړه چي له یو متن څخه باید ۱۰ بېلابېل معناوې وانه خیستل شي بلکې د متن ټول لوستونکي ورڅخه یو واحد معنا وباسي.
هغه همدارنګه د امنیت شورا د غونډې په ترڅ کې د ایران او د فرانسي د ولسمشرانو تر مینځ ملاقات ته په اشارې سره، وویل: مکرون د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره په لیده کاته کې هڅه وکړه چي په وړاندیزونو سره، د ولسمشر په کچه د ایران دریځ وارزوي، او د موافقې په لړ کې د پرمختګ لپاره خپل نظرونه بیان کړي.