زاهدان کښې یوشمیر وسله وال ګډوډي جوړونکي ونیوې شول
د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان د زاهدان ښار د پرونیو پیښو په هکله وویل: یوشمیر وسله وال اشرار معلوم شوي او ونیوې شول
د فارس خبري آژانس د خبر له مخې د سیستان و بلوچستان ولایت د پولیسو قومندان سردار احمد طاهري د زاهدان ښار د پيښو په هکله وویل: پرون یوشمیر وسله والو کاسنو د زاهدان ښار له مصلا څخه له راوتلو وروسته په لمونځ کونکو باندې ډزې وکړې او بیا یې جومات ته نزدې د زاهدان په شپاړسم نمبر تاڼې باندې یرغل وکړ چې د پولیسو له چټک غبرګون سره مخامخ شو او اوس حالات کنټرول دي.
سردار طاهري په دې خبرې سره چې د غلبلي جوړونکو شمیر د خلکو د ګڼې ګوڼې په وجه د شمارلو وړ نه و، زیاته کړه: د دغو پيښو په دوران کښې په سیم کښې موجود یوشمیر ښاریز مړه او ژوبل شوې دي.
د سیستان و بلوچستان د پولیسو قومندان وویل: غلبلي جوړونکو په دوام کښې په دوو نورو تاڼو هم حمله وکړه خو ډیر تاوان شپاړسم نمبر تاڼې ته ورسیده.
سردار طاهري دې ټکي ته په اشارې سره چې د یادې پیښې په هکله تحقیقات روان دي، وویل: له دغو وسله والو اشرارو څخه یوشمیر پيژندل شوي او نیول شوي دي.
هغه څرګنده ړه چې دم ګړۍ حالات د قرارۍ په لور روان دي او خلک، مشران او عالمان هم له پولیسو سره ښه مرسته او ملګرتیا کوي.