زاهدان کښې د سپاه د اطلاعاتو د معین شهیدونکی ووژل شو
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121734-زاهدان_کښې_د_سپاه_د_اطلاعاتو_د_معین_شهیدونکی_ووژل_شو
یوې خبري سرچینې په زاهدان کښې د سیستان و بلوچستان ولایت لپاره د سپاهِ پاسداران د اطلاعاتو د معین د شهادت د عامل د وژل کیدو خبر ورکړ
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 02, 2022 02:10 Asia/Kabul
  • زاهدان کښې د سپاه د اطلاعاتو د معین شهیدونکی ووژل شو

یوې خبري سرچینې په زاهدان کښې د سیستان و بلوچستان ولایت لپاره د سپاهِ پاسداران د اطلاعاتو د معین د شهادت د عامل د وژل کیدو خبر ورکړ

په هغې نښتې کښې چې د جمعې له لمانځه وروسته په زاهدان ښار کښې مکي جومات ته څیرمه رامینځته شوه، د سیستان و بلوچستان لپاره د سپاهِ سلمان د اطلاعاتو مرستیال سیدار سید علي موسوي له ترهګرو سره په مقابله کښې شهید شو.

سردار موسوي د اسلامي انقلاب په سپاهِ پاسداران ځواک کښې د خدمت پر مهال د انقلاب او د مقدس جمهوري اسلامي نظام په دفاع او د دغه ولایت او سیمې د خلکو د امنیت په تامینولو او ساتلو کښې ارزښتناک خدمات ترسره کړي او سرشیندونکی رول یې لوبولی دی او انقلاب ضده او ترهګرو ډلګیو ورڅخه سخت ګوازارونه او تاوانونه زغملې دي.

پرون یوې خبر سرچینې تسنیم خبري آژانس ته ویلي چې د سردار موسوي شهیدونکی کس چې یو سنایپر و او په هدفمنده توګه یې دی په نښه کړی و، هلاک کړی شوی دی.