ایران د اټومي ټیکنالوژۍ د نادودې استفادې هڅه نه ده کړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i121882-ایران_د_اټومي_ټیکنالوژۍ_د_نادودې_استفادې_هڅه_نه_ده_کړي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مرستیال سید پژمان شیر مردي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي ټيکنالوژۍ د غیر متعارفې کارندوالي هڅه نه ده کړي او نه یې کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 05, 2022 01:02 Asia/Kabul
  • ایران د اټومي ټیکنالوژۍ د نادودې استفادې هڅه نه ده کړي

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مرستیال سید پژمان شیر مردي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي ټيکنالوژۍ د غیر متعارفې کارندوالي هڅه نه ده کړي او نه یې کوي.

هغه وویل ایران تل له اټومي انرژۍ د سوله ییزې استفادې او کارولو هڅه کړي ده  ځکه چې د خلکو له ورځنیز ژوند سره سروکار او اړه لري.

د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مرستیال شیرمردي په دې خبرې سره چې له  اټومي ټیکنالوژۍ څخه د استفادې یوه ارزښمنه برخه د کرهڼې په برخه کښې استفاده ده وویل هر کال کابو له شلو تر دیرشو فیصدو پورې کرهڼیز محصولات د مناسب ټرانسپورټ د نشتون په وجه له مینځه ځي چې د هیواد کابو لس میلیارډه شتمنۍ جوړوي.