ایران د اټومي ټیکنالوژۍ د نادودې استفادې هڅه نه ده کړي
Oct 05, 2022 01:02 Asia/Kabul
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مرستیال سید پژمان شیر مردي وویل د ایران اسلامي جمهوریت هیڅکله د اټومي ټيکنالوژۍ د غیر متعارفې کارندوالي هڅه نه ده کړي او نه یې کوي.
هغه وویل ایران تل له اټومي انرژۍ د سوله ییزې استفادې او کارولو هڅه کړي ده ځکه چې د خلکو له ورځنیز ژوند سره سروکار او اړه لري.
د ایران د اټومي انرژۍ ادارې مرستیال شیرمردي په دې خبرې سره چې له اټومي ټیکنالوژۍ څخه د استفادې یوه ارزښمنه برخه د کرهڼې په برخه کښې استفاده ده وویل هر کال کابو له شلو تر دیرشو فیصدو پورې کرهڼیز محصولات د مناسب ټرانسپورټ د نشتون په وجه له مینځه ځي چې د هیواد کابو لس میلیارډه شتمنۍ جوړوي.
ټیګونه